مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66793-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د آرمان امروز په ورځپاڼه کی د ټرمپ له قوله لیکل شوی دی:« شاید امریکا هم یوه ورځ، دائیمی ؤلس مشر ولری».
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 04, 2018 12:59 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د آرمان امروز په ورځپاڼه کی د ټرمپ له قوله لیکل شوی دی:« شاید امریکا هم یوه ورځ، دائیمی ؤلس مشر ولری».

د امریکی ؤلس مشر ګمان کوی، د عمر تر پایه پوری پدی مقام د چین د اوسنی ؤلس مشر پاتیدل، ډیر ښه دی او شاید امریکا هم، یوه ورځ داسی یو کار وکړی.

د چین ۷۱ کلن ؤلس مشر«شی جین پینګ»، پدی وروستیو کی د

خپل قدرت د ټینګښت لپاره هڅه کړې ده، او ټرمپ هغه ته په اشارې سره، د خپلو پلویانو په ټول کی وویل: هغه اوس ابدی ؤلس مشر دئ، او دا ډیر ښه کار دئ. زما په نظر یو دا شان څیز فوق العاده دئ. شاید موږ هم، یوه ورځ داسی یو کار وکړو. ټرمپ همداراز پخپله وینا کی، په عراق حمله؛ یو داسی ډیر بد تصمیم وباله، چی تر اوسه نیول شوئ دئ. نوموړی پخپلو څرګندونو کی؛ د امریکی پخوانی ؤلس مشر،جورج بوش، یو رښنتئ پوه او زیرک شخص وباله.  

******

د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼی په یو سرلیک لیکل شوی: واشنګټن له کابل وروسته، د افغانستان د سولې له مذاکرو سره د طالبانو د یوځای کیدو غوښتونکئ شو.

د امریکی دفاع وزارت، د سولې خبرو اترو د پیلولو لپاره، له طالبانو څخه د ملی وحدت د دولت له غوښتنې وروسته، د کابل له دولت سره د سولې له پروسی سره د طالبانو د یو ځای کیدو غوښتنه وکړه. د امریکی د دفاع وزارت ویاند«دانا وایت» اعلان وکړ:موږ له طالبانو غواړو؛ چی له ټرور او تاوتریخوالی څخه په لاس اخیستو سره، د افغانستان له اساسی قانون څخه ملاتړ وکړی،

او د کابل له دولت سره  د سولې له بهیر سره یو ځای شی. هغه؛ د افغانستان د ؤلس مشر وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره وویل: اشرف غنی په ډاګه اعلان وکړ؛ چی د سولې لپاره هیڅ مخکنئ شرط وجود نه لری، او د امریکی متحده ایالتونه؛ او نړیواله ټولنه د کابل دولت په مشرۍ د افغانستان د سولې له پروسی څخه ملاتړکوی.  

*******

د تهران چاپ د همشهری په ورځپاڼه کی، په یمن کی د ملګرو ملتو د پخوانی استازی له قوله لیکل شوی دی« د سعودیانو د ادعا په خلاف؛ انصارالله له ایران څخه دستور نه اخلی».

د یمن په چارو کی د ملګرو ملتو استازی« اسماعیل ولد الشیخ احمد»؛ چی پدی وروستیو کی یی ماموریت پایته رسیدلئ، په یو  لړ ویناؤو کی وویل: د سعودیانو د څرګندونو په خلاف، د یمن انصارالله، له ایران څخه پیروی او اطاعت نه کوی، او له تهران څخه دستور نه اخلی. نوموړی زیاته کړه: د عربستان د مقامونو د څرګندونو په خلاف، هیڅوک نه شی کولای د یمن د انصارالله په فیصلو اغیز وشیندی؛ او دغه غورځنګ امتیاز ورکولو ته مجبور کړی.

ولد الشیخ همداراز زیاته کړه: موافقې ته د رسیدو د امکان په هکله نښې نښانی وجود لری، او پدې هکله چی انصارالله؛ د کړکیچ او لانجې د سوله ایز حلیدو په وړاندی خنډ ګرځی، شک وجود لری.

په همدی حال کی، د روسیې خارجه وزیر پخپلو څرګندونو کی ټینګار وکړ: نړیواله ټولنه باید، په هرې ممکنی بڼې سره؛ په یمن کی سره ښکیلې خواوې د مذاکرې میز ته کینوی.

سرګیی لاوروف، له نړیوالی ټولنی وغوښتل؛ چی په یمن کی  سره ښکلیل لوری، د خبرو اترو کولو ته تشویق کړی.  

******

اوس د کابل چاپ ورځپاڼو ته لنډه کتنه کوؤ:

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې بیا هم د افغانستان د سولې د موضوع په اړه لیکلی دی.

ملی ارمان

ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګنې په سرمقاله کې لیکلی دی، طالبانو سره سوله په هاونګ کې د اوبو ټکول دی.

په سرمقاله کې وړاندې راغلی د ولسمشر یو شمیر پلویان خوشبینه وو چې وسلهوالو طالبانو ته د ښاغلی غنی لهخوا د سولې لپاره وړاندې شوې بستې سولې ته لازم فرصت برابر کړی او طالبان به د هغو امتیازونو له امله چې دوی ته وړاندیز شوی له دغه بهیر سره یو ځای شی، خو د سرمقاله لیکونکی په وینا طالبانو ورته رد ځواب ورکړی دی.

ورځپاڼه لیکلی، طالبانو ویلی چې افغان حکومت سره نه، بلکې له امریکا سره به د سولې خبرې وکړی، ځکه د هغوی په باور دا د امریکا لهخوا رامنځته شوی حکومت دی.

په سرمقاله کې راغلی، اساسی ستونزه اوس هم دا ده چې له دښمنه یو څرګند تعریف نهشته. کله طالب دښمن او ترهګر شی او کله هم ولسمشر ورسره بې قید او شرطه خبرو ته حاضر شی.

د سرمقاله لیکونکی په باور، د حکومت دغه هڅې یوازې طلبان دې ته هیله من کولای شی چې بری ته نیږدې دی.

 

انیس

انیس دولتی ورځپاڼې د موضوع په اړه په خپله سر مقاله کې لیکلی، عادلانه سوله یوه اړتیا ده.

سرمقاله لیکونکی وړاندې لیکلی، د سولې په برخه کې د افغان حکومت هڅې دا ښیی چې دوی عادلانه سولې ته ژمن دی او دا یو الهی امر، دینی وجیبه او د افغانستان د خلکو ملی او اساسی اړتیا ده.

خو د ورځپاڼې په باور دا هم د دولت دنده ده چې د سولې د خبرو تر څنګ د افغان امنیتی ځواکونو روحیه لوړه وساتی او دوی پیاوړی کړی، ځکه جنګ او سوله د یوې سکې دوه مخونه دی.

 مسیر

خو مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا د افغان حکومت د سولې د وړاندیز په ځواب کې د طالبانو د غبرګون نه ښودلو خبره کړې ده.

مسیر لیکی:

تمه وه چې طالبان به له ځنډ پرته او یا تر لږ ځنډ ورسته د ولسمشر غنی د سولې وړاندیز ته ځواب ووایی، خو دوی لا هم غلی دی او په رسمی ډول یې څه نهدی ویلی.

د سرمقاله لیکونکی تحلیل په دې اړه دا دی چې طالبان غواړی په دې ډول چوپ پاتې کیدلو سره له یوې خوا خپلو جنګیالیو ته دا وښیی چې دوی پر خپل پخوانی دریځ ولاړ دی او د دوی په وینا د کابل له حکومت سره خبرې نهکوی او له همدې امله یې د سولې وړاندیز ته حتی ځواب هم نهدی ویلی.

او بلخوا برعکس غواړی حکومت او نړیوالو ته دا ثابته کړی چې که تر اوسه یې مثبت ځواب نهدی ویلی نو منفی یې هم نهدی ویلی.

خو ورځپاڼې ټینګار کړی چې طالبان باید ځواب ووایی او د مثبتو وړاندیزونو هرکلی وکړی.

******