مطبوعاتو ته کتنه
د تهران چاپ د ابتکار په ورځپاڼه کی د بهرام قاسمی له قوله په یو سرلیک کی لیکل شوی:« هر خبری اترې؛ حتماً په خاصه معنا مذاکره نه ده »
د ایران د خارجه وزارت ویاندوی«بهرام قاسمی»، په سیمه ایزو موضوعګانو کی، د ایران او اروپا ترمنځ د مذاکرو د نوی دور د پیلیدو په هکله د یو لړ نظر څرګندونو او خپاره شویو خبرونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کی وویل: د ایران اسلامی جمهوریت
او د اروپا اتحادیی له ډیرې مودې راهیسی، په مختلفو پړاوونو او د ډول؛ ډول موضوعګانو په هکله، له یو او بل سره خبری اترې لرلی دی، او په اصل کی اړوند لوری، د سیاسی سلا مشورو، د نظر د تبادلې، او د یو او بل د لید توګو د اوریدو لپاره هیڅ منع او خنډ نه لری.
بهرام قاسمی ټینګار وکړ: د هغه څه په خلاف چی، یو شمیر لویدیځو رسنیو په وروستیو ورځو کی ادعا کړې ده؛ په اساسی توګه ایران او اروپا کولای شی، د ایران د اسلامی جمهوریت د عاقلانه او اصولی سیاست؛ او د ټولو دوه اړخیزو؛ سیمه ایزو او نړیوالو موضوعګانو په زمینه کی، خبری اترې؛ د نظر تبادله او سلا مشورې ولری، نه حتماً مذاکره؛ د هغې په سیاسی او حقوقی معنا سره. بیله شکه؛ دغه چاره یوه نوې او عجیب و غریبه موضوع نه ده، خو دغه ادعاوی، او په ټاکل شویو موضوعګانو کی؛ چی یو څرګند چوکاټ او لارې چارې ولری؛ د مذاکرې د کولو لپاره د یو ډول موافقی په باره کی خبری کول، نه تائیدوؤ.
*******
د تهران چاپ د اعتماد ورځپاڼی په یو سرلیک کی لیکل شوی: « نتانیاهود پنځه ورځنی سفر لپاره، امریکا ته لاړ »
د اسرائیلی رژیم لمړئ وزیر«بنیامین نتانیاهو» پرون واشنګټن لاړ، تر څو د ۱۴ ؤ میاشتو په ترځ کی، د پنځم ځلې لپاره د امریکی د متحده ایالتونو له ؤلس مشر« ډونالډ ټرمپ » سره لیدنه او خبری اتری وکړی. ټاکل شوې ده، نن ټرمپ او نتانیاهو په سپینه ماڼۍ کی له یو او بل سره کتنه وکړی، او سبا د صهیونیسټی رژیم لمړئ وزیر، په امریکا کی د یهودی قدرتمن لابی په مرکز « آیپک » کی وینا وکړی.
له بلې خوا نتانیاهو ویلی دی؛ واشنګټن ته پخپل سفر کی به، ټرمپ ته بلنه ورکړی، چی د«نکبت» د ورځې؛ یا د صهیونیسټی رژیم د جوړیدو له اویا یمی کالیزې سره په یو وخت، نیواکی سیمو ته د سفر په کولو سره، په نیواکی بیت المقدس کی د امریکی د سفارت د پرانیستنی په مراسمو کی برخه واخلی.
له تل آبیب څخه بیت المقدس ته د امریکی د متحده ایالتونو د سفارت د منتقلولو لپاره، د ډونالډ ټرمپ فیصله؛ له نړیوالو مخالفتونو سره سره، په شوق او ذوق سره د صهونیسټی رژیم له خوا منل شوې ده.
*******
د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼی پخپل یو سرټکی کی لیکلی دی:« قاهری ته د بن سلمان سفر، د مصر د انتخاباتو له یواځنی جدی کاندید څخه د ملاتړ په موخه دئ »
د عربستان ولیعهد« محمد بن سلمان »، د سعودی د یو لوړ پوړی پلاوی په مشرۍ؛ قاهری ته ورسید، چی سیاسی څیړاندی دغه سفر د مصر له اوسنی ؤلس مشر؛ او د دغه هیواد د راتلونکو انتخاباتو له یواځنی جدی کاندید«عبدالفتاح السیسی» څخه د ریاض د سیاسی ملاتړ په منظور ګڼی. په همدی حال کی، د مصر دولت مقامونو اعلان وکړ: مصر ته د عربستان د ولیعهد، او دفاع وزیر «محمد بن سلمان» سفر دری ورځی اوږدیږی؛ چی په ترځ کی به یی د سعودی شاهزاده، د مصر له ؤلس مشر«عبدالفتاح السیسی»، او د دغه هیواد له لوړ پوړو مقامونو سره لیدنه او خبری اترې وکړی.
د مصر د جمهوری ریاست ویاند«بسام راضی» اعلان وکړ: قاهری ته د عربستان د ولیعهد سفر ډیر مهم دئ، او د دوؤ اړخیزو اړیکو د پراختیا سبب ګرځی، په تیره بیا دا چی، د ولیعهدی مقام له ترلاسه کولو وروسته، یو بهرنی هیواد ته د «بن سلمان» لمړنئ سفر دئ.
د تهران چاپ د جام جم په ورځپاڼه کی د ټرمپ له قوله لیکل شوی:« په عراق د امریکی حمله، د غالبوزو په ځاله کی د لرګی ننایستل ؤو»
د امریکی ؤلس مشر« ډونالډ ټرمپ »، په عراق د امریکی او د هغې د متحدینو د حملې کولو په خاطر، د خپل هیواد په پخوانی ؤلس مشر« جورج ډبلیو بوش »، او استخباراتی آژانسونو نیوکه وکړه؛ او د دغه اقدام په احمقانه بللو سره، هغه د غالبوزو په ځاله کی د لرګی، له ننایستلو سره ورته وباله.
ټرمپ د«فلوریډا» په ایالت کی وویل: موږ؛ د دنیا احمقان یو، ځکه چی بد سیاستوال مو درلودل، او د اوږدې مودې لپاره په هیواد واکمن ؤو. ټرمپ زیاته کړه: په ۲۰۰۳ م کال کی په عراق باندی په حمله کی د امریکی اقدام، یو ډیر بد تصمیم ؤ چی تر اوسه پوری نیول شوئ دئ.
*****
اوس هم د کابل ورځپاڼی را اخلو چی د افغانستان د بدلونونو په اړه یی څه لیکنی کړی دی:
په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو له طالبانو سره د سولې په تړاو پر روانو بحثونو او په افغانستان کې د داعش د فعالیت په اړه د روسیې او ایران اندېښنو ته د افغان حکومت پر ځواب لیکنې کړې دی.
مسیر
مسیر ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې د داعش په تړاو د روسیې او ایران اندېښنو ته د افغان حکومت ځواب یو پر ځای اقدام بللی او لیکلی یې دی، پهکار وه چې په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په تړاو د روسیې اندېښنې لیرې کړای شی.
ورځپاڼه لیکی:
د ولسمشر د ملی امنیت سلاکار حنیف اتمر په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په اړه د روسیې او ایران اندېښنو او انتقادونو ته د ځواب ویلو تر څنګ یو ښه وړاندیز دا وکړ چې په رسنیو کې پر یو بل د تورونو لګولو پر ځای پهکار ده چې دواړه لوری سره کېنی او د داعش په تړاو اسناد، شکونه او شوی اقدامات له یو بل سره شریک کړی.
ورځپاڼې ټینګار کړی دی چې دا خبرې باید پر ثبوتونو او شواهدو ولاړې وی چې پایلهیې هم باید د دواړو لورو ترمنځ باور زیات کړی.
ورځپاڼې افغان حکومت ته هم سپارښتنه کړې چې په زیات روښانه ډول د روسیې اندېښنو ته ځواب ووایی او پهدې ډول په افغانستان کې د روسیې او امریکا د سیالۍ او نیابتی جګړې شونتیا راکمه کړی.
ویسا
ویسا ورځپاڼې بیا لیکلی دی چې د ولسمشر د ملی امنیت سلاکار حنیف اتمر په افغانستان کې د داعش د فعالیت او د بېنېښانه الوتکو له لوری د دوی د اکمالاتو په اړه د سیمهییزو تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.
ورځپاڼه لیکی:
ښاغلی اتمر د کابل پروسې په غونډه کې له هغو هېوادونو چې په افغانستان کې د داعش د فعالیت په تړاو شکونه لری، غوښتی چې پهدې اړه دې خپل اسناد شریک کړی.
د ورځپاڼې په وینا ښاغلی اتمر پهدې باور دی چې سیمهییز تحقیقات کولای شی، د مخکې تګ زمینه برابره کړی، څو هر هېواد خپلو پوښتنو ته ځواب ومومی.
ورځپاڼه لیکی چې ښاغلی اتمر د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړی چې داعش په افغانستان کې ماته خوړلې، مهم قومندانانیې وژل شوی او یا هم نیول شوی دی.
******
د سولې د وړاندیزونو په اړه د طالبانو خاموشی بله مهمه مسئله ده چې د کابل ورځپاڼو پرې بېلابېل مطالب خپاره کړی دی.
هېواد
هېواد دولتی ورځپاڼې لیکلی دی چې د کابل پروسې په دوهمه نړیواله غونډه کې د افغان حکومت لهخوا طالبانو ته د سولې د وړاندیز په اړه د طالبانو خاموشی د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دی.
ورځپاڼې لیکلی چې افغان حکومت د خبرو د پیل لهپاره د اوربند وړاندیز وکړ، خو طالبان یوه موقع هم له لاسه نهورکوی او حملې کوی.
ورځپاڼې لیکلی دی چې دغه حالت په ډاګه کوی چې طالبان د پنجاب تر سخت فشار لاندې دی او هېڅ ډول خپلواکی نهلری، څو د سولې له بهیر سره یوځای شی.
سرخط
سرخط ورځپاڼې لیکلی دی چې طالبان باید د سولې لهپاره له رامنځته شوی وروستی فرصته ګټه پورته کړی او د خبرو مېز ته دې حاضر شی.
ورځپاڼه لیکی چې افغان ولسمشر تېره اوونۍ د کابل پروسې په دوهمه نړیواله غونډه کې طالبانو ته له بېقید و شرط د خبرو وړاندیز وکړ.
ورځپاڼه د سولې د عالی شورا په حواله لیکی چې طالبان کولای شی، د خبرو په مېز خپلې غوښتنې په ازادانه توګه مطرح کړی.
ملی ارمان
ملی ارمان ورځپاڼې لیکلی دی چې که طالبان د سولې خبرو ته حاضر شی او ترورېزم په دې هېواد کې لهمنځه ولاړ شی، نو د بهرنیو ځواکونو د وتلو زمینه هم برابرېږی.
ورځپاڼه لیکی چې د بهرنیو ځواکونو د موجودیت یو اساسی علت ترورېزم دی او که طالبان د سولې له بهیر سره یوځای شی، نو په هېواد کې راټول شوی بهرنی ترورېستان له ماتې سره مخامخ کېږی او پهدې توګه د بهرنیو ځواکونو د وتلو زمینه هم برابرېږی.