په امریکا کښې د واده عجیبه مراسم وشول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66849-په_امریکا_کښې_د_واده_عجیبه_مراسم_وشول
زمونږ خبریال وایی د واده په مراسمو کښې له باجو او ډالونو سره ګډون او خوشحالۍ کول یوه عادی خبره ده خو په امریکا کښې د واده داسې عجیبه مراسم وشول چې پکښې په سلګونو وسله والو جوړو ګډون وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 05, 2018 12:55 Asia/Kabul
  • د واده په مراسمو کښې ګډون کونکو کسانو په لاسونو کښې ټوپکې هم نیولي وې  .
    د واده په مراسمو کښې ګډون کونکو کسانو په لاسونو کښې ټوپکې هم نیولي وې .

زمونږ خبریال وایی د واده په مراسمو کښې له باجو او ډالونو سره ګډون او خوشحالۍ کول یوه عادی خبره ده خو په امریکا کښې د واده داسې عجیبه مراسم وشول چې پکښې په سلګونو وسله والو جوړو ګډون وکړ .

دامریکا په پنسلوانیا  ایالت کښې په یوې کلیسا کښې د واده په ترسره کیدونکو مراسمو کښې درې سوه جوړو ګډون وکړ چې په سرونو یې د ګولیو تاجونه کیښودلی وو .

د واده په مراسمو کښې ګډون کونکو کسانو په لاسونو کښې ټوپکې هم نیولی وې  او  د واده  ددغو لانجمنو دستورو په وخت د کلیسا دباندې یوشمیر کسانو د وسلو لرونکو جوړو په وادونو اعتراض وکړ  او احتجاج وکړ .