د بشری حقوقو شورا د غوطه شرقی په هکله تحقیق غواړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66871-د_بشری_حقوقو_شورا_د_غوطه_شرقی_په_هکله_تحقیق_غواړی
زمونږ خبریال وایی د ملګروملتونو دبشری حقوقو شورا دیوه(۱) پریکړه لیک په تصویبولو سره دسوریې پلازمینې دمشق ته نږدې د غوطه شرقی دحالت په اړه د سمدستی تحقیق غوښتنه او دغه سیمې ته د بشردوستانه مرستو د رسولو لپاره د لاسرسی د برابریدا غوښتنه یې وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 06, 2018 01:26 Asia/Kabul
  • امریکا او ملګري یې کوشش کوي دسوریې حکومت د اووربند د موافقې په خلاف ورزۍ تورن کړي .
    امریکا او ملګري یې کوشش کوي دسوریې حکومت د اووربند د موافقې په خلاف ورزۍ تورن کړي .

زمونږ خبریال وایی د ملګروملتونو دبشری حقوقو شورا دیوه(۱) پریکړه لیک په تصویبولو سره دسوریې پلازمینې دمشق ته نږدې د غوطه شرقی دحالت په اړه د سمدستی تحقیق غوښتنه او دغه سیمې ته د بشردوستانه مرستو د رسولو لپاره د لاسرسی د برابریدا غوښتنه یې وکړه .

دملګروملتونو دبشری  حقوقو شورا یوه(۱) پریکړه لیک ته رایه ورکړه چې د سوریې په غوطه شرقی کښې د وروستیو پیښو په اړه د بشری حقوقو د کارپیژاندو د جامعو او د خپلواکه تحقیقاتو غوښتنه کوی .

دملګروملتونو دبشری حقوقو د شورا په دغه پریکړه لیک کښې چې په نهویشتو(۲۹) موافقو ، څلورو(۴) مخالفو او څوارلسو (۱۴)سپینو رایو سره تصویب شو غوطه شرقی ته د بشر دوستانه مرستو د رسولو غوښتنه شوی ده.

دغه راز پرون د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو څو کاروانونه دسوریې  غوطه شرقی سیمې ته رسیدلی دی .

دسوریې په غوطه شرقی سیمه کښې د پوځ لخوا د ملکی خلکو د وتلو لپاره دیوې امن لارې له جوړولو سره سره په دغه سیمه کښې دیره دتحریر الشام(جبهه النصره) ترهګرې ډلې غړی له سیمې د ملکی خلکو د وتلو  مخه نیسی او هغوې  څخه د انسانی ډهال په توګه استفاده کوی .

له دې سره سره امریکا او ملګری یې کوشش کوی دسوریې حکومت د اووربند د موافقې په خلاف ورزۍ تورن کړی .