د بشری حقوقو شورا د غوطه شرقی په هکله تحقیق غواړی
-
امریکا او ملګري یې کوشش کوي دسوریې حکومت د اووربند د موافقې په خلاف ورزۍ تورن کړي .
زمونږ خبریال وایی د ملګروملتونو دبشری حقوقو شورا دیوه(۱) پریکړه لیک په تصویبولو سره دسوریې پلازمینې دمشق ته نږدې د غوطه شرقی دحالت په اړه د سمدستی تحقیق غوښتنه او دغه سیمې ته د بشردوستانه مرستو د رسولو لپاره د لاسرسی د برابریدا غوښتنه یې وکړه .
دملګروملتونو دبشری حقوقو شورا یوه(۱) پریکړه لیک ته رایه ورکړه چې د سوریې په غوطه شرقی کښې د وروستیو پیښو په اړه د بشری حقوقو د کارپیژاندو د جامعو او د خپلواکه تحقیقاتو غوښتنه کوی .
دملګروملتونو دبشری حقوقو د شورا په دغه پریکړه لیک کښې چې په نهویشتو(۲۹) موافقو ، څلورو(۴) مخالفو او څوارلسو (۱۴)سپینو رایو سره تصویب شو غوطه شرقی ته د بشر دوستانه مرستو د رسولو غوښتنه شوی ده.
دغه راز پرون د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو څو کاروانونه دسوریې غوطه شرقی سیمې ته رسیدلی دی .
دسوریې په غوطه شرقی سیمه کښې د پوځ لخوا د ملکی خلکو د وتلو لپاره دیوې امن لارې له جوړولو سره سره په دغه سیمه کښې دیره دتحریر الشام(جبهه النصره) ترهګرې ډلې غړی له سیمې د ملکی خلکو د وتلو مخه نیسی او هغوې څخه د انسانی ډهال په توګه استفاده کوی .
له دې سره سره امریکا او ملګری یې کوشش کوی دسوریې حکومت د اووربند د موافقې په خلاف ورزۍ تورن کړی .