د بریتانیا اقدام د ترهګرو ډلو د ملاتړ لپاره وو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66941-د_بریتانیا_اقدام_د_ترهګرو_ډلو_د_ملاتړ_لپاره_وو
زمونږخبریال وایی د سوریې دباندنیو چارو وزارت بیګا ټینګار وکړ د« غوطه شرقی» سیمې په اړه دملګروملتونو د بشری حقوقو په شورا کښې د بریتانیا وړاندیزی پریکړه لیک د سوریې د بې ګناه خلکو پرضد دجنایتونو د دوام په هدف سره ترهګرو ته پیغام وو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 07, 2018 01:07 Asia/Kabul
  • دسوریې پوخ د غوطه شرقي سیمې دخلکو دملاتړ لپاره اراده لري دغه سیمه له ټروریسټانو پاکه کړي .
    دسوریې پوخ د غوطه شرقي سیمې دخلکو دملاتړ لپاره اراده لري دغه سیمه له ټروریسټانو پاکه کړي .

زمونږخبریال وایی د سوریې دباندنیو چارو وزارت بیګا ټینګار وکړ د« غوطه شرقی» سیمې په اړه دملګروملتونو د بشری حقوقو په شورا کښې د بریتانیا وړاندیزی پریکړه لیک د سوریې د بې ګناه خلکو پرضد دجنایتونو د دوام په هدف سره ترهګرو ته پیغام وو .

 بریتانیا په تیرې دوشنبې ورځ له ترهګرو دملاتړ لپاره دملګروملتونو د بشری حقوقو شورا ته یو پریکړه لیک وړاندې کړ چې پکښې دسوریې د«غوطه شرقی» سیمې  د حالاتو په اړه دسمدستی تحقیق غوښتنه شوی وه   او دغه پریکړه لیک د امریکا او د بریتانیا په دباو سره په نهویشتو(۲۹) موافقو ، څلورو(۴) مخالفو او څوارلسو (۱۴)سپینو رایو سره تصویب شو .

د سوریې دبهرنیو چارو وزارت وویل بریتانیا په یوه بل ګام کښې چې ښکاره سیاسی کار او دسیاسی هدفونو لپاره دملګروملتونو موسسې او په تیره بیا دبشری حقوقو د شورا دکارولو لپاره وو دسوریې  د دښمنو هیوادونو په استازی توب د بشری حقوقو شورا ته د«غوطه شرقی» د حالاتو په اړه دغور لپاره وړاندیز  مطرح کړ .

غوطه شرقی د سوریې پلازمینې دمشق ته نږدې یوه(۱) ستراتیژیکه سیمه ده چې د امریکا، سعودی عربستان، انګلستان ، فرانسې او دنورو عربو او اروپایی  هیوادونو دملاتړ وړ  ترهګرو په نیواک کښې ده .

ترهګر هره ورځ له غوطه شرقی څخه د سوریې په خلکو د راکټونو او هوانونو ډزې کوی .

دسوریې پوځ  د غوطه شرقی سیمې دخلکو دملاتړ لپاره اراده لری دغه سیمه له ټروریسټانو پاکه کړی .