د بریتانیا اقدام د ترهګرو ډلو د ملاتړ لپاره وو
-
دسوریې پوخ د غوطه شرقي سیمې دخلکو دملاتړ لپاره اراده لري دغه سیمه له ټروریسټانو پاکه کړي .
زمونږخبریال وایی د سوریې دباندنیو چارو وزارت بیګا ټینګار وکړ د« غوطه شرقی» سیمې په اړه دملګروملتونو د بشری حقوقو په شورا کښې د بریتانیا وړاندیزی پریکړه لیک د سوریې د بې ګناه خلکو پرضد دجنایتونو د دوام په هدف سره ترهګرو ته پیغام وو .
بریتانیا په تیرې دوشنبې ورځ له ترهګرو دملاتړ لپاره دملګروملتونو د بشری حقوقو شورا ته یو پریکړه لیک وړاندې کړ چې پکښې دسوریې د«غوطه شرقی» سیمې د حالاتو په اړه دسمدستی تحقیق غوښتنه شوی وه او دغه پریکړه لیک د امریکا او د بریتانیا په دباو سره په نهویشتو(۲۹) موافقو ، څلورو(۴) مخالفو او څوارلسو (۱۴)سپینو رایو سره تصویب شو .
د سوریې دبهرنیو چارو وزارت وویل بریتانیا په یوه بل ګام کښې چې ښکاره سیاسی کار او دسیاسی هدفونو لپاره دملګروملتونو موسسې او په تیره بیا دبشری حقوقو د شورا دکارولو لپاره وو دسوریې د دښمنو هیوادونو په استازی توب د بشری حقوقو شورا ته د«غوطه شرقی» د حالاتو په اړه دغور لپاره وړاندیز مطرح کړ .
غوطه شرقی د سوریې پلازمینې دمشق ته نږدې یوه(۱) ستراتیژیکه سیمه ده چې د امریکا، سعودی عربستان، انګلستان ، فرانسې او دنورو عربو او اروپایی هیوادونو دملاتړ وړ ترهګرو په نیواک کښې ده .
ترهګر هره ورځ له غوطه شرقی څخه د سوریې په خلکو د راکټونو او هوانونو ډزې کوی .
دسوریې پوځ د غوطه شرقی سیمې دخلکو دملاتړ لپاره اراده لری دغه سیمه له ټروریسټانو پاکه کړی .