په امریکا کې په ډزو کې دولس نورکسان هم ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66983-په_امریکا_کې_په_ډزو_کې_دولس_نورکسان_هم_ووژل_شول
په امریکا کې په کال کې د ګرمو وسلو د ډزو له امله په زرګونو کسان خپل ژوند له لاسه ورکوی ، خو دا دامریکا واکوالان دی ، چې تر دې دمه ئې د وسلو دپیرپلور دشرکتونو د نفوذ له امله د وسلو د کنټرولولو په باب هیڅ ډول قانون سازی نه ده کړې او د ا مریکا ولس ئې د وسلو لرونکو په رحم و کرم پریښودلی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 07, 2018 11:33 Asia/Kabul
  • په امریکا کې په ډزو کې دولس نورکسان هم ووژل شول

په امریکا کې په کال کې د ګرمو وسلو د ډزو له امله په زرګونو کسان خپل ژوند له لاسه ورکوی ، خو دا دامریکا واکوالان دی ، چې تر دې دمه ئې د وسلو دپیرپلور دشرکتونو د نفوذ له امله د وسلو د کنټرولولو په باب هیڅ ډول قانون سازی نه ده کړې او د ا مریکا ولس ئې د وسلو لرونکو په رحم و کرم پریښودلی دی .

زمونږخبریال راپورراکړ دامریکا د وسلوالو تاؤتریخوالو د ثبتونکی  مرکز  نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، په تیر شواروز کې  دامریکا په بیلابیلو ایالتونو کې په ډزو کې لږترلږه دولس کسان وژل شوی او  څلویښت نور ټپیان شوی دی.

 د دغه راپور په اساس  د غه ډزې زیاتره   په نواډا،  ایلینیا  او ټګزاس  ایالتونو کې  رامینځة شوی دی .  په وروستیو مرګونو ډزوپسې   چې په فلوریډا ایالت کې شوی دی ،  کابو اولس کسان وژل شوی او  نور پنځوس ټپیان شوی دی ،  په امریکا کې د وسلو دکنټرولولو لپاره   ولسی  او  دمدنی ټولنو او اورګانونو غوښتنې زیاتې شوی دی .