میرمنې دتاؤتریخوالی په ضدپه نړیوال ډګرکې د رهبرۍلپاره لازیات صلاحیّت لری
داسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف دمیرمنې د ورځې په مناسبت دمبارکۍ په وئیلو سره پخپل ټولنیز چینل کې لیکلی دی د دی لپاره ویاړ دی چې له خپلې ماندنې سره یو ځای ئې د میرمنو ،سولې او تل پاتې امنیت په نړیوال سیمنار کې چې میرمنو او کورنۍ په چارو کې د ولسمشرۍ دمرستیالۍ په وسیله جوړ شوی ، ګډون کوی .
زمونږخبریال راپور راکړ دغه سیمنار بیګا په تهران کې د و لسمشرۍ د میرمنو او کورنۍ د چارو دمرستیالۍ په کوربتوب سره په تهران کې پرون ناوخته ترسره شو. په دغې ناستې کې د لبنان ،بنګله دیش ،افغانستان ،انډونیشیا ، پاکستان او هندوستان په څیر دهیوادونو په لسګونو میرمنو ګډون درلود. پر میرمنو وسلوالو نښتو او دتاؤتریخوالو اغیزې ،جنسیتی تعادل ، دسولې پراختیا،او امنیت تل پاتیکیدا ، او په تل پاتې پراختیا او ژواک چاپیریال دامنیت په ساتنې کې د میرمنې رول د دغې نړیوالې ناستې دبحث چورلیزونه وو .