دامریکا ولسمشر دشمالی کوریا له مشر سره کتنې ته چمتو دی
-
دشمالي کوریا مشر په دغه لیک کښې دامریکا ولسمشر ته ویلی وو چې زه له تاسره د کتلو خواهش لرم .
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د سپینې ماڼۍ ویندوې میرمن «سارا سینډرز» ویلی دی دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شمالی کوریا له مشر کیم جونګ ان(Kim Jong-un) سره کتنې او خبرو ته تیار دی خو تراوسه ددغو دوو(۲) مشرانو ترمینځ دکتنې ځای او وخت نه دی ټاکل شوی .
له دې مخکې د جنوبی کوریا یوه (۱) پلاوی د شمالی کوریا د ولسمشر کیم جونګ ان(Kim Jong-un) یو(۱) پیغام امریکا ته وړی وو او د جنوبی کوریا د ملی امنیت سلاکار د واشنګټن چارواکو ته توضیحات هم ورکړی وو .
دجنوبی کوریا پلاوی د شمالی کوریا د مشر کیم جونګ ان(Kim Jong-un) لیک د امریکا ولسمشر ټرمپ ته رسولی وو .
دشمالی کوریا مشر په دغه لیک کښې دامریکا ولسمشر ته ویلی وو چې زه له تاسره د کتلو خواهش لرم او د جنوبی کوریا پلاوی ویلی وو دغه لیک د شمالی کوریا لخوا دامریکا ولسمشر ټرمپ ته بلنک لیک دی .