په مینځنی ختیځ کې د امریکا شتون د وژلې سبب دی
Mar 09, 2018 11:38 Asia/Kabul
-
امریکا د ډیموکراسۍ او د بشري حقوقو په پلمه د هیوادونو په کورنیو چارو کښې لاسوهنه کوي .
د امریکا کارپیژاند او شناند اسکاټ بنیټ (Scott Bennett)له پریس ټیلی ویژن سره په مرکه کښې له عراق څخه د امریکا د وتلو د ضرورت په اړه وویل په حقیقت کښې د سیمې هیوادونه دغه واک لری چې فیصله وکړی د کوم هیواد عسکر هلته پاتې شی او دکوم هیواد عسکر ووځی .
هغه وویل امریکا دعراق د خلکو له خوښې پرته عملا دغه هیواد په نیواک کښې وروستلی دی .
دامریکا دغه کارپیژاند وویل په عراق کښې د واشنګټن پوځی شتون کاملا غیر قانونی دی او دجنګی جنایت نښه ده .
هغه ټینګار وکړ امریکا د ډیموکراسۍ او د بشری حقوقو په پلمه د هیوادونو په کورنیو چارو کښې لاسوهنه کوی او جنګونه رامینځته کوی او هیوادونه نیسی او په جنګونو رامینځته کولو سره دهیوادونو بیخ بنایانې تباه کوی او دهیوادونو شتمنۍ چورتالان کوی .
ټیګونه