ائ ټرمپه! په تجارتی جنګ کې ټول بایلونکی دی
اروپائی اتحادئې ،چین ،کینیډا او برازیل ، امریکا ته د فولادو او ایلومینّیم د خورا سترو صادرونکو هیوادونو په توګه له دې مخکې وئیلی وو، چې دامریکا د ټرف هرډول زیاتول ، د دغه هیواد پر صادراتی شیانو باندې د ټرف په اعمالولو سره پوره کوی
دفرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون بیګا له خپل امریکائی همڅنګ ډونالډټرمپ سره په ټیلیفونی خبرو کې ټینګار کړی ، امریکا ته د ایلو میّنیم او فولادو د ټرفې زیاتیدا به د :یوه تجارتی جنګ : درامینځةکیدا خطره په ځان پسې ولری چې ټول لورری به پکې بایلونکی وی .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړی ، آمانوئل ماکرون په دغو ټیلفونی خبرو کې روښانه کړې،اروپائی اتحادیه به هغو ټولو کړچارونو ته په یوې مناسبې اوروښانه رودې سره چې غیر منصفانه او د تجارت له نړیوالو قوانینو سره په تضاد کې وی، ځواب ورکړی .
ډونالډ ټرمپ له نړیوالو خبرداریو سره سره وړمه ورځ امریکا ته د ایلومینّیم او فولادو د وادراتو ټرف د زیاتیدا اجرائی فرمان لاسلیک کړی دی .التبه په دغه فرمان کې ئې کینیډا او میکسیکو مستثنا کړی دی
داپه داسې حال کې دی چې اروپائی اتحادئې ،چین ،کینیډا او برازیل ، امریکا ته د فولادو او ایلومینّیم د خورا سترو صادرونکو هیوادونو په توګه له دې مخکې وئیلی وو، چې دامریکا د ټرف هرډول زیاتول ، د دغه هیواد پر صادراتی شیانو باندې د ټرف په اعمالولو سره پوره کوی