سوریه کیمیاوی وسلې نلری او ترهګر دغه وسلې کاروی
-
له کیمیاوي وسلو د سوریې د حکومت له تورنولو د امریکا او دهغې دملګرو هدف د ترهګرو ژغورل دي .
ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون دامریکا له این بی سی(NBC) ټیلی ویژن سره په مرکه کښې د سوریې دحکومت لخوا د کیمیاوی وسلو دکارولو خبرونه جعلی وبلل او ډاګینه یې ترهګر په سوریې کښې له کیمیاوی وسلو استفاده کوی .
هغه وویل ټروریسټان هڅه کوی د خپلو کیمیاوی وسلو دحملو تور د سوریې په حکومت ولګوی .
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل ترهګر له کیمیاوی وسلو کار اخلی چې خپل غړی د سوریې له حکومت سره د مبارزې لپاره کوټلی کړی .
هغه وویل روسیه په سوریې کښې د کیمیاوی وسلو د کارولو په زمینه کښې دکاملو تحقیقاتو غوښتونکی ده .
امریکا او دهغې متحدو عربو او اروپایی هیوادونو تراوسه څو ځله هڅې کړی دی په سوریې کښې د کیمیاوی وسلو حملې دحکومت کار وبولی خو د دمشق حکومت دغه جعلی تورونه په کلکه رد کړی دی .
رسمی راپورونه وایی چې ترهګرو په سوریې او عراق کښې په ځلونو د خلکو پرضد کیمیاوی وسلې او ګازونه استعمال کړی دی .
د روسیې خارجه وزارت هم څه موده مخکې وویل له کیمیاوی وسلو د سوریې د حکومت له تورنولو د امریکا او دهغې دملګرو هدف د ترهګرو ژغورل دی .