امریکا د بلوچستان د بیلتون غواړو ملاتړ نه کوی
-
امریکا دچین او دپاکستان د اقتصادي کوریډور سخته مخالفه ده .
زمونږخبریال وایی د امریکا د خارجه وزارت لوړرتبه چارواکی ایلس ویلز(Alice Wells) وویل واشنګټن د پاکستان دبلوچستان صوبې د بیلتون غواړی غورځنګ ملاتړ نه کوی بلکې د پاکستان دامنیت ملاتړ کوی .
هغې وویل دامریکا لخوا دطالبانو ددریو(۳) مشرانو په اړه دمعلوماتو د ورکولو په ارتباط د جایزې له ټاکلو داسې ښکاری چې امریکا دهغو ډلو مخالفه ده کومې چې دپاکستان مخالفې دی او امریکا دهغو ډلو هم مخالفه ده چې دافغانستان پرضد اقدامات کوی .
د امریکا دغه لوړرتبه چارواکی وویل واشنګټن تراوسه د ترهګرو ډلو پرضد دپاکستان لخوا کوم مهم اقدامات نه دی لیدلی .
هغې دغه راز زیاته کړه چې دافغانستان طالبانو ډلې ته په حکومت کښې دشاملولو لپاره د ولسمشر اشرف غنی بلنه یو(۱) جدی اقدام دی او زیاته یې کړه امریکا دمسایلو په اړه له پاکستان سره د خبرو دوام غواړی .
امریکا په ټوله دنیا په تیره بیا په اسلامی هیوادونو کښې دترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او ورسره مالی او پوځی مرسته کونکی ده .
امریکا دغه راز دچین او دپاکستان د اقتصادی کوریډور سخته مخالفه ده او دبلوچستان صوبې دبیلتون غواړو ډلو په ملاتړ کولو سره ددغه کوریډور په لاره کښې د مشکلاتو رامینځته کولو هڅه کوی .