امریکا د بلوچستان د بیلتون غواړو ملاتړ نه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i67213-امریکا_د_بلوچستان_د_بیلتون_غواړو_ملاتړ_نه_کوی
زمونږخبریال وایی د امریکا د خارجه وزارت لوړرتبه چارواکی ایلس ویلز(Alice Wells) وویل واشنګټن د پاکستان دبلوچستان صوبې د بیلتون غواړی غورځنګ ملاتړ نه کوی بلکې د پاکستان دامنیت ملاتړ کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 11, 2018 02:46 Asia/Kabul
  • امریکا دچین او دپاکستان د اقتصادي کوریډور سخته مخالفه ده .
    امریکا دچین او دپاکستان د اقتصادي کوریډور سخته مخالفه ده .

زمونږخبریال وایی د امریکا د خارجه وزارت لوړرتبه چارواکی ایلس ویلز(Alice Wells) وویل واشنګټن د پاکستان دبلوچستان صوبې د بیلتون غواړی غورځنګ ملاتړ نه کوی بلکې د پاکستان دامنیت ملاتړ کوی .

هغې وویل دامریکا لخوا دطالبانو ددریو(۳) مشرانو په اړه دمعلوماتو د ورکولو په ارتباط د جایزې له ټاکلو داسې ښکاری چې امریکا دهغو ډلو مخالفه ده کومې چې دپاکستان مخالفې دی او  امریکا دهغو ډلو هم مخالفه ده چې دافغانستان پرضد اقدامات کوی .

د امریکا دغه لوړرتبه چارواکی وویل واشنګټن تراوسه د ترهګرو ډلو پرضد دپاکستان لخوا کوم مهم  اقدامات نه دی لیدلی .

هغې دغه راز زیاته کړه چې دافغانستان طالبانو ډلې ته په حکومت کښې دشاملولو لپاره د ولسمشر اشرف غنی بلنه یو(۱) جدی اقدام دی او زیاته یې کړه امریکا دمسایلو په اړه  له پاکستان سره د خبرو  دوام  غواړی .

امریکا په ټوله دنیا په تیره بیا په اسلامی هیوادونو کښې  دترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او ورسره مالی او پوځی مرسته کونکی ده .

امریکا دغه راز دچین او دپاکستان د اقتصادی کوریډور سخته مخالفه ده او دبلوچستان صوبې دبیلتون غواړو ډلو په ملاتړ کولو سره ددغه کوریډور په لاره کښې د مشکلاتو رامینځته کولو هڅه کوی .