امريکې ته د چين يو ځل بيا خبردارے
https://parstoday.ir/ps/news/world-i67225-امريکې_ته_د_چين_يو_ځل_بيا_خبردارے
د چين د سوداګرۍ وزير خبردارے ورکړ، له امريکې سره د هر ډول تجارتي جنګ به يوازې د نړيوالو اقتصادو لپاره د غميزې د رامنځته کېدو سبب شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 11, 2018 10:03 Asia/Kabul
  • امريکې ته د چين يو ځل بيا خبردارے

د چين د سوداګرۍ وزير خبردارے ورکړ، له امريکې سره د هر ډول تجارتي جنګ به يوازې د نړيوالو اقتصادو لپاره د غميزې د رامنځته کېدو سبب شي.

د ايرنا د رپوټ له مخې ژانک شان نن د چين د خلق ملي کنګرې په کلنۍ غونډه کښې د امريکې لخوا د  فولادو او اېلومېنيم د ګمرکي محصول له زياتولو سره د چين مخالفت ته په اشارې سره وويل: چين تجارتي جنګ نه غواړي او په دې کار کښې به وړومبے نه شي.

هغه تاکيد وکړ، په تجارتي جنګ کښې هيڅوک ګټونکے نه وي او يوازې به د چين او امريکې لپاره د غميزې د رامنځته کېدو سبب شي او نړيواله وده به په ټپه اودروي.

دا په داسې حال کښې دي چې د جاپان چارواکو هم د امريکې لخوا په وارداتي اېلومونيمو او فولادو باندې د محصول د معاف کولو غوښتنه وکړه.

چين په ځلونو ويلي دي چې که د امريکې له تجارتي اقداماتو سره مخامخ شي نو له خپلو روا حقوقو او ګټو څخه به دفاع وکړي.