برلین کښې یو جومات سوزول شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i67287-برلین_کښې_یو_جومات_سوزول_شوی_دی
د جرمني په پلازمینه برلین کښې یو جومات په عمدي توګه وسوزول شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 12, 2018 09:37 Asia/Kabul
  • برلین کښې یو جومات سوزول شوی دی

د جرمني په پلازمینه برلین کښې یو جومات په عمدي توګه وسوزول شو.

د ایرنا د خبر له مخې د جرمني پولیسو ویلي، دریو تندلارو ځوانانو د برلین په رینکنډرف سیمه کښې یو جومات وسوزوه.

د جومات د ودانۍ  داخلي برخه په بشپړه توګه زیانمنه شوې ده.

د ترکیې د مذهبي چارو اسلامي اتحادیه چې د انقرې په حکومت پورې پیئلې یوه دیني موسسه ده، د کوکا سنان جومات مدیریت په غاړه لري.

د برلین پولیسو همداشان ویلي چې د دغه جومات د سوزیدو د پيښوې په هکله تحقیقات روان دي خو داسې ښکاري چې دا کار په سیاسي انګیزو سره شوی دی.