برلین کښې یو جومات سوزول شوی دی
Mar 12, 2018 09:37 Asia/Kabul
د جرمني په پلازمینه برلین کښې یو جومات په عمدي توګه وسوزول شو.
د ایرنا د خبر له مخې د جرمني پولیسو ویلي، دریو تندلارو ځوانانو د برلین په رینکنډرف سیمه کښې یو جومات وسوزوه.
د جومات د ودانۍ داخلي برخه په بشپړه توګه زیانمنه شوې ده.
د ترکیې د مذهبي چارو اسلامي اتحادیه چې د انقرې په حکومت پورې پیئلې یوه دیني موسسه ده، د کوکا سنان جومات مدیریت په غاړه لري.
د برلین پولیسو همداشان ویلي چې د دغه جومات د سوزیدو د پيښوې په هکله تحقیقات روان دي خو داسې ښکاري چې دا کار په سیاسي انګیزو سره شوی دی.
ټیګونه