د سي، آيي، ای مشر د امریکې خارجه وزیر معرفي شو
Mar 13, 2018 18:37 Asia/Kabul
د سي، آيي، ای مشر د رکس ټيلرسن په ځاې د امریکې خارجه وزیر معرفي شو.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یو ټویټ کښې ولیکل: د امریکې د استخباراتو د مرکزي ادارې (سي، آيي، ای) مشر مایک پومپئو به له دې وروسته د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزیر په توګه فعالیت کوي.
ټرمپ په یو بل ټویټ کښې ویلي چې د امریکې له خارجه وزیر رکس ټیلرسن سره یې د برجام (ایټمي موافقې) په سر اختلاف درلود.
ټیګونه