دامریکا ولسمشر خارجه وزیر له کاره څنګ ته کړ
Mar 14, 2018 00:53 Asia/Kabul
زمونږخبریال وایی دامریکا ولسمشر ټرمپ خارجه وزیر ریکس ټیلرسن له کاره لیری کړ.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او دباندنیوچارو د وزیر ریکس ټیلرسن ترمینځ له ډیر وخت راهسې دبهرنی سیاست په اړه ډیر اختلافات وو او څه موده مخکې خارجه وزیر ولسمشر یو(۱) لیونی سړی بللی وو .
دامریکا پخوانی خارجه وزیر ریکس ټیلرسن سن دغه راز د اټومی موافقې او دقطر ملاتړی وو خو نوی خارجه وزیر مائک پومپئو(Mike Pompeo) بیا یو(۱) ډیر سرزوری کس او داټومی موافقې سخت مخالف ګڼل کیږی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ واک ته له رسیدا وروسته تراوسه دوه څلویښت(۴۲) لوړرتبه حکومتی چارواکی له کارونو لیرې کړی دی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ د خارجه وزیر له څنګ ته کولو وروسته دهغه مرستیال سټیویئن ګولډسټین(Stevwn Goldstein) هم له کاره لیرې کړی .
ټیګونه