امریکا له افغانستان سره په ملګرتیا ټینګار وکړ
-
په هیواد کښې د امریکا پوځي شتون په سیمه او افغانستان کښې د ناامنیو اصلي عامل دی .
ایرنا خبری اژانس وای دامریکا دفاع وزیر جیمز ماټیس دافغانستان دملی وحدت دحکومت له مشرانو سره په کتنې کښې له کابل سره د واشنګټن د ملګرتیاو په دوام او د افغانستان دحکومت دسولې دپلان په ملاتړ ټینګار وکړ .
دامریکا دفاع وزیر «جیمز ماټیس» پرون په «ارګ »کښې د افغانستان له ولسمشر اشرف غنی او د ملی وحدت دحکومت له مشر عبدالله عبدالله سره په کتنې کښې په هیواد کښې د جنګ د بهیر او دسولې دټینګیدا د لارو چارو په اړه خبرې وکړې .
دامریکا ولسی جرګې کانګرس تیره اونۍ طالبانو ډله په روان میلادی کال کښې د افغانستان د ثبات لپاره ګواښ بللی وو .
داپه داسې حال کښې دی چې دافغانستان طالبانو ډله په هیواد کښې هره ورځ دناامنیو زیایتدل له ۲۰۰۱ میلادی کال راهسې تراوسه په دغه هیواد کښې د بهرنیو عسکرو شتون ګڼی خو امریکا طالبانو ډلې ته د افغانستان دملی وحدت له حکومت سره د سولې بلنه ورکړی ده .
افغانستان ته د امریکا ددفاع وزیر جیمز ماټیس سفر په داسې حال کښې شوی دی چې دافغانستان د سیاسی مسایلو کارپیژاندو ، مذهبی او سیاسی شخصیتونو او حکومتی چارواکوپه ځلونو ټینګار کړی دی په هیواد کښې د امریکا پوځی شتون په سیمه او افغانستان کښې د ناامنیو اصلی عامل دی او یوازې دنیواکګرو عسکرو په وتلو سره په افغانستان کښې امنیت ، سوله او ثبات تینګیږی .