امریکا له افغانستان سره په ملګرتیا ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i67391-امریکا_له_افغانستان_سره_په_ملګرتیا_ټینګار_وکړ
ایرنا خبری اژانس وای دامریکا دفاع وزیر جیمز ماټیس دافغانستان دملی وحدت دحکومت له مشرانو سره په کتنې کښې له کابل سره د واشنګټن د ملګرتیاو په دوام او د افغانستان دحکومت دسولې دپلان په ملاتړ ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 14, 2018 01:47 Asia/Kabul
  • په هیواد کښې د امریکا پوځي شتون په سیمه او افغانستان کښې د ناامنیو اصلي عامل دی .
    په هیواد کښې د امریکا پوځي شتون په سیمه او افغانستان کښې د ناامنیو اصلي عامل دی .

ایرنا خبری اژانس وای دامریکا دفاع وزیر جیمز ماټیس دافغانستان دملی وحدت دحکومت له مشرانو سره په کتنې کښې له کابل سره د واشنګټن د ملګرتیاو په دوام او د افغانستان دحکومت دسولې دپلان په ملاتړ ټینګار وکړ .

دامریکا دفاع وزیر «جیمز ماټیس» پرون په «ارګ »کښې د افغانستان له ولسمشر اشرف غنی او د ملی وحدت دحکومت له مشر عبدالله عبدالله  سره په  کتنې کښې  په هیواد کښې د جنګ د بهیر او دسولې دټینګیدا د لارو چارو په اړه خبرې وکړې .

دامریکا ولسی جرګې کانګرس تیره اونۍ طالبانو ډله په روان میلادی کال کښې د افغانستان د ثبات لپاره ګواښ بللی وو .

داپه داسې حال کښې دی چې دافغانستان طالبانو ډله په هیواد کښې هره ورځ دناامنیو زیایتدل له ۲۰۰۱ میلادی کال راهسې تراوسه په دغه هیواد کښې د بهرنیو عسکرو شتون ګڼی خو امریکا  طالبانو ډلې ته د افغانستان دملی وحدت له حکومت سره د سولې بلنه ورکړی ده .

افغانستان ته د امریکا ددفاع وزیر جیمز ماټیس سفر په داسې حال کښې شوی دی چې دافغانستان د سیاسی مسایلو کارپیژاندو ، مذهبی او سیاسی شخصیتونو او حکومتی چارواکوپه ځلونو ټینګار کړی دی په هیواد کښې د امریکا پوځی شتون په سیمه او افغانستان کښې د ناامنیو اصلی عامل دی او یوازې دنیواکګرو عسکرو په وتلو سره په افغانستان کښې امنیت ، سوله او ثبات تینګیږی .