دامریکا ولسمشر له دیکتاتورانو سره اړه لری
-
دامریکا ولسمشر ټرمپ یو(۱) بې منطقه ، سرزوری او دیکتاتور کس دی او تل داسې اقدامات او کارونه کوي چې له هیڅ ډیپلوماټیکو او سیاسي اصولو سره سمون نه خوري .
زمونږ خبریال وایی د امریکا دبهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې او د ۲۰۱۶میلادی کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د اوسنی ولسمشر ټرمپ د سیال ډیموکراټ ګوند کاندیدې میرمن هیلاری کلینټن وویل ډونالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر دجوړیدا وړتیا نلری .
هغې دهندوستان په «ممبۍ» کښې یوه کانفرنس ته وویل ډونالډ ټرمپ په امریکا د حکومت کولو وړتیا نلری او دغه هیواد له خطرې ډک پړاو تیروی .
د امریکا پخوانۍ خارجه وزیرې هیلاری کلینټن وویل د «ریپبلیکن ګوند» ولسمشر ټرمپ یو ډول له دیکتاتورانو سره اړه لری او هغه ظالمانه کړچارونه خوښوی .
دامریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د څه دپاسه شپاړسو(۱۶) میاشتو له تیریدا وروسته اوس هم د ډیموکراټ او دریپبلیکن ګوندونو ترمینځ ژبنې شخړه دوام لری .
دامریکا ولسمشر ټرمپ یو(۱) بې منطقه ، سرزوری او دیکتاتور کس دی او تل داسې اقدامات او کارونه کوی چې له هیڅ ډیپلوماټیکو او سیاسی اصولو سره سمون نه خوری .
هغه امریکا ډیره کمزوری کړی او هیواد یې له ډیرو مشکلاتو سره مخ کړی دی .