قدس به تل د فلسطین پلازمینه وی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i67399-قدس_به_تل_د_فلسطین_پلازمینه_وی
زمونږ خبریال وایی د لبنان دحزب الله دمشر مرستیال شیخ نعیم قاسم پرون په بیروت کښې له فلسطین سره د پیوستون په څلورمې(۱) نړیوالې غونډې کښې وویل د فلسطین د مسلې حل لاره دامریکا په لاس کښې نه ده بلکې باید دامریکا په جنایتونو تمرکز وشی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 14, 2018 02:29 Asia/Kabul
  • هغه عرب مشران چې له اسرائیلو سره داړیکو د عادي کولو کوشش کوي په خپلو ملتونو دحکومت کولو حق نلري .
    هغه عرب مشران چې له اسرائیلو سره داړیکو د عادي کولو کوشش کوي په خپلو ملتونو دحکومت کولو حق نلري .

زمونږ خبریال وایی د لبنان دحزب الله دمشر مرستیال شیخ نعیم قاسم پرون په بیروت کښې له فلسطین سره د پیوستون په څلورمې(۱) نړیوالې غونډې کښې وویل د فلسطین د مسلې حل لاره دامریکا په لاس کښې نه ده بلکې باید دامریکا په جنایتونو تمرکز وشی .

هغه وویل دامریکا فیصلې مهمې نه دی او قدس به د فلسطین د همیشنۍ پلازمینې په توګه پاتې شی او وسله وال مقاومت دفلسطین د بیرته ستنولو لپاره لومړنۍ لاره ده .

دلبنان دحزب الله دمشر مرستیال وویل هغه عرب مشران چې له اسرائیلو سره داړیکو د عادی کولو کوشش کوی په خپلو ملتونو دحکومت کولو حق نلری .

د قدس مفتی شیخ محمد حسین په بیروت کښې له فلسطین سره د پیوستون په څلورمې(۴) نړیوالې غونډې کښې  ټینګار وکړ قدس دصهیونیسټانو له ترټولو بدوحملو سره مخ دی او صهیونیسټ نیواکګران دنویو قوانینو د تصویبولو له لارې په فلسطین کښې د اسلامی او دعربی تمدن د له مینځه وړلو هڅه کوی .

دقدس مفتی دصهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه د قدس د اعلانولو په اړه دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ د تیر میلادی کال د دسمبر دشپږمې(۶) نیټې فیصلې ته په اشارې سره وویل دغه اقدام د بشردوستانه او دنړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ ده.