دامریکا ولسمشر اټومی موافقه ترټولو بد تړون وباله
-
نړۍ دامریکا د ولسمشر ټرمپ په اپوټه داټومي تړون د ساتلوغوښتونکي ده .
زمونږخبریال وایی دامریکا ولسمشر ټرمپ پرون په «کیلی فورنیا »ایالت کښې دسمندری عسکرو په ټول کښې یوځل بیا وویل دایران او دپینځه جمع یوې ډلې اټومی موافقه ترټولو بده موافقه ده .
هغه دخپلو چټی خبرو په دوام کښې اسلامی ایران په سیمه کښې د ډیرو بې ثبایتو مسول وباله او ادعا یې وکړه ایران د مینځنی ختیځ د ټولو مشکلاتو شاته دی .
ټرمپ مخکې هم په ځلونو د پینځه جمع یوه ډلې دنورو غړیو هیوادونو ( بریتانیا ، فرانسې ، روسیې ، چین ،جرمنی او داروپایی اتحادیې )د دریځونو په اپوټه دایران اټومی موافقه یوه(۱) ویرونکی او بده موافقه بللی وه .
دامریکا ولسمشر ټرمپ په دې ادعا سره چې اټومی تړون یوازې د ایران ګټې تامینوی په دغه موافقې کښې د بدلون یا دامکان په بڼه کښې د هغې د لغوه کولو غوښتونکی دی .
خو د اروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست مسولې فیډریکا موګرینی او داټومی تړون نورو لورو په ځلونو په دې خبرې ټینګار سره چې اټومی موافقه له نړیوالې ټولنې سره اړه لری ویلی دی دا داسې تړون نه دی چې په دوه اړخیزه ډول لاسلیک شوی وی او پکښې کوم بدلون راوستل شی .
نړۍ دامریکا د ولسمشر ټرمپ په اپوټه داټومی تړون د ساتلوغوښتونکی ده .