دغوطه شرقی 70 فیصده سیمې ازادې شوی دی
-
دسورې پوځ د خلکو دملاتړ لپاره اراده لري غوطه شرقي دترهګرو له نیواک څخه ازاده کړي .
ایرنا خبری اژانس وایی دسوریې پوځ پرون له ترهګرو سره څلورویشت (۲۴)ساعته سختګ جنګ وروسته وتوانید په غوطه شرقی کښې «حموریه» ښارګی په کامل ډول ازاد کړی .
د حموریه ښارګی په کامل ډول ازادیدا سره د غوطه شرقی دولس زره (۱۲۰۰۰)ملکیان له دغه سیمې امن ځایونو ته په وتلو بریالی شول .
د سوریې په «ریف دمشق» کښې په غوطه شرقی سیمه کښې د پوځ پرمختګ دوام لری .
غوطه شرقی دسوریې پلازمینې دمشق ته نږدې یوه(۱) ستراتیژیکه سیمه ده چې دترهګرو ډلو په لاس کښې ده .
دسوریې په« غوطه شرقی» سیمه کښې له ترهګرو ډلو سره د امریکا، بریتانیا ، فرانسې ، سعودی عربستان او دنورو عربو او اروپایی هیوادونو د جاسوسۍ ادارو کسان او پوځیان هم شتون لری او ځکه خو دغه هیوادونه دحکومتی عسکرو لاس ته ددغه سیمې د ورتلو په هکله زیات شورماشور او تبلیغات کوی .
دسورې پوځ د خلکو دملاتړ لپاره اراده لری غوطه شرقی دترهګرو له نیواک څخه ازاده کړی او دغوطه شرقی اویا (۷۰)فیصده سیمې له ترهګرو ازادې کړې شوی هم دی .