په امریکا کښې پل نړیدلی او ۶ کسان یې وژلی
Mar 16, 2018 02:56 Asia/Kabul
-
دغه پل چې د پیدل خلکو لپاره جوړ کړی شوی وو له پرانیستل کیدا مخکې ونړیده او یوشمیر خلک یې ووژل .
زمونږخبریال وایی دامریکا په میامی کښې دیوه(۱) پل(Bridge) چې دفلوریډا له نړیوال پوهنتون سره وصل دی دغورځیدا په پیښه کښې تراوسه شپږ (۶)کسان وژل شوی او شپږ(۶) نور ژوبل شوی هم دی .
په دغه پیښه کښې پینځه (۵)ګاډی هم تباه شوی دی .
ژغورونکی دپیښې ځاې ته رسیدلی دی او هغوې د ژغورنې عملیات پیل کړی دی .
د ویلو ده دغه پل چې د پیدل خلکو لپاره جوړ کړی شوی وو له پرانیستل کیدا مخکې ونړیده او یوشمیر خلک یې ووژل .
ویره شته چې دمړو او دژوبلو کسانو شمیر نور هم زیات شی .
ټیګونه