په يونان کښې د جرمني په کنسولګرۍ حمله
Mar 16, 2018 17:10 Asia/Kabul
يوې ډلې د عفرين د حالاتو په وړاندې د جرمني په خاموشۍ باندې په اعتراض کښې د يونان په کرېټ جزيره کښې د جرمني په کنسولګرۍ باندې حمله وکړه.
د روئيټر د رپوټ له مخې د پوليسو چارواکو د وېنا له مخې يوې لس کسيزې ډلې د سوريې په عفرين باندې د ترکیې په فوځي حملو او په وړاندې يې د جرمني په خاموشۍ باندې په اعتراض کښې دغه حمله وکړه.
د يونان د پوليسو يو چارواکي وويل، د نقابدارو سړيو دغې ډلې د کنسولګرۍ له بالکون څخه يوه ستر ليکل شوے د کپړې بېنر زوړند کړ چې ورباندې ليکل شوي وو : « له عفرين سره پيوستون» او « مقاومت ژوندے دے»
د دغو اعتراض او حمله کونکو د هويت او د دغې حملې د احتمالي ژوبلو په اړه تر اوسه څه رپوټ نه دے خپور شوے.
ويل کيږي چې په دغه حمله کښې د کنسولګرۍ د ودانۍ ځينې شيشې هم ماتې شوې دي.
ټیګونه