دایران دتوغندوی پروګرام په اړه خبرې نشی کیدلای
https://parstoday.ir/ps/news/world-i67629-دایران_دتوغندوی_پروګرام_په_اړه_خبرې_نشی_کیدلای
زمونږخبریال وایی دایران د اسلامی شورا مشر علی لاریجانی پرون په تهران کښې د عمان د بهرنیو چارو له وزیر« یوسف بن علوی »سره په کتنې کښې په دې خبرې سره چې دایران توغندوی موضوع د ځینو هیوادونو د اندیښنې سبب شوی ده وویل له تیرو دیرشو (۳۰)کلونو راهسې د توغندیو ټیکنالوژۍ دایران په لاس کښې ده او دا کومه نوی مسله نه ده او دوهمه(۲) خبره دا چې دایران اسلامی جمهوریت په هیڅ هیواد توغندی نه دی ویشتلی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 18, 2018 00:56 Asia/Kabul
  • په دغو کړکیچنو شرایطو کښې چې په سیمې واکمن دي ایران حق لري دخپل هیواد د امنیت دساتلو لپاره پوځي قدرت ولري .
    په دغو کړکیچنو شرایطو کښې چې په سیمې واکمن دي ایران حق لري دخپل هیواد د امنیت دساتلو لپاره پوځي قدرت ولري .

زمونږخبریال وایی دایران د اسلامی شورا مشر علی لاریجانی پرون په تهران کښې د عمان د بهرنیو چارو له وزیر« یوسف بن علوی »سره په کتنې کښې په دې خبرې سره چې دایران توغندوی موضوع د ځینو هیوادونو د اندیښنې سبب شوی ده وویل له تیرو دیرشو (۳۰)کلونو راهسې د توغندیو ټیکنالوژۍ دایران په لاس کښې ده او دا کومه نوی مسله نه ده او دوهمه(۲) خبره دا چې دایران اسلامی جمهوریت په هیڅ هیواد توغندی نه دی ویشتلی .

هغه وویل اروپایی هیوادونه باید دایران توغندوی موضوع له اټومی تړون سره یوځاې نکړی او هغوې(اروپایی هیوادونه )  او امریکا باید داټومی موافقې په وړاندې په خپلو ژمنو عمل وکړی .

دایران داسلامی شورا مشر علی لاریجانی ټینګار وکړ ایران اټومی موافقې ته پاې بند دی او دغه ژمنه به  تر هغه وخت پورې په خپل ځاې پاتې وی چې نور لوری هم خپلو ژمنو ته پاې بند وی .

هغه وویل په سیمه کښې د عمان او دسلطان قابوس رول تل ګټور  دی او د ایران او دعمان ترمینځ تل دوستانه او صمیمانه اړیکې ټینګې دی .

دعمان دباندنیو چارو وزیر یوسف بن علوی هم وویل ځینې هیوادونه د ایران د  اسلامی جمهوریت له دفاعی او توغندوی سیاست ویره لری خو ددغه ویرې لپاره هیڅ دلیل نشته ځکه په دغو کړکیچنو شرایطو کښې چې په سیمې واکمن دی ایران حق لری دخپل هیواد د امنیت دساتلو لپاره پوځی قدرت ولری .