دامریکا ولسمشر خلکو ته دوکه ورکونکی سړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i67633-دامریکا_ولسمشر_خلکو_ته_دوکه_ورکونکی_سړی_دی
زمونږ خبریال وایی د امریکا دجاسوسۍ ادارې سی ایی ای(CIA) پخوانی مشر جان برینان(John Brenan) د فیډرال پولیسو د مشر د مرستیال« اینډرو میک کیپ »له کاره لیرې کولو ته په غبرګون کښې ولسمشر ټرمپ خلکو ته دوکه ورکونکی بې اعتباره سړی وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 18, 2018 01:27 Asia/Kabul
  • ټرمپ دایف بي اي ادارې ددوهم(۲) لمبر کس له کاره لیرې کول ددغه هیواد د ډیموکراسۍ لپاره یوه(۱) ستره ورځ وبلله .
    ټرمپ دایف بي اي ادارې ددوهم(۲) لمبر کس له کاره لیرې کول ددغه هیواد د ډیموکراسۍ لپاره یوه(۱) ستره ورځ وبلله .

زمونږ خبریال وایی د امریکا دجاسوسۍ ادارې سی ایی ای(CIA) پخوانی مشر جان برینان(John Brenan) د فیډرال پولیسو د مشر د مرستیال« اینډرو میک کیپ »له کاره لیرې کولو ته په غبرګون کښې ولسمشر ټرمپ خلکو ته دوکه ورکونکی بې اعتباره سړی وباله .

جان برینان چې له ۲۰۱۳ میلادی کال څخه تر ۲۰۱۷ میلادی کال پورې یې د جاسوسۍ ادارې سی ایی ای(CIA)  مشرۍ پرغاړه لرله د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اړه په خپلې ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې ولیکل کله چې د ستا  رشوت اخیستل  ، مالی فساد او سیاسی انحراف معلوم شی نو خپل  حقیقی مقام به خلکو ته دیوه(۱) بې اعتباره دوکه ورکونکی په توګه د تاریخ د ښځلو په سطل  کښې ووینې .

دامریکا لوی څارنوال جیف سیشنز د ولسمشر ټرمپ له نیوکو وروسته د فیډرال پولیسو ایف بی ایی(FBI) ادارې دوهم (۲)لمبر سړی« اینډور میک کیب» له متقاعد کیدا دوه(۲) ورځې مخکې له کاره لیری کړ .

دامریکا لوی څارنوال جیف سیشنز وویل د فیډرال پولیسو دپخوانی مشر مرستیال اینډور میک کیب د پخوانۍ خارجه وزیرې هیلاری کلینټن او د امریکا د ۲۰۱۶ میلادی کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د روسیې د رول په باره کښې د ایف بی ایی(FBI) په تحقیقاتو کښې ګډون کړی دی .

دامریکا ولسمشر ټرمپ په تیرې جمعې ورځ دایف بی ای ادارې ددوهم(۲) لمبر کس له کاره لیرې کول ددغه هیواد د ډیموکراسۍ لپاره یوه(۱) ستره ورځ وبلله .