دامریکا ولسمشر خلکو ته دوکه ورکونکی سړی دی
-
ټرمپ دایف بي اي ادارې ددوهم(۲) لمبر کس له کاره لیرې کول ددغه هیواد د ډیموکراسۍ لپاره یوه(۱) ستره ورځ وبلله .
زمونږ خبریال وایی د امریکا دجاسوسۍ ادارې سی ایی ای(CIA) پخوانی مشر جان برینان(John Brenan) د فیډرال پولیسو د مشر د مرستیال« اینډرو میک کیپ »له کاره لیرې کولو ته په غبرګون کښې ولسمشر ټرمپ خلکو ته دوکه ورکونکی بې اعتباره سړی وباله .
جان برینان چې له ۲۰۱۳ میلادی کال څخه تر ۲۰۱۷ میلادی کال پورې یې د جاسوسۍ ادارې سی ایی ای(CIA) مشرۍ پرغاړه لرله د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اړه په خپلې ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې ولیکل کله چې د ستا رشوت اخیستل ، مالی فساد او سیاسی انحراف معلوم شی نو خپل حقیقی مقام به خلکو ته دیوه(۱) بې اعتباره دوکه ورکونکی په توګه د تاریخ د ښځلو په سطل کښې ووینې .
دامریکا لوی څارنوال جیف سیشنز د ولسمشر ټرمپ له نیوکو وروسته د فیډرال پولیسو ایف بی ایی(FBI) ادارې دوهم (۲)لمبر سړی« اینډور میک کیب» له متقاعد کیدا دوه(۲) ورځې مخکې له کاره لیری کړ .
دامریکا لوی څارنوال جیف سیشنز وویل د فیډرال پولیسو دپخوانی مشر مرستیال اینډور میک کیب د پخوانۍ خارجه وزیرې هیلاری کلینټن او د امریکا د ۲۰۱۶ میلادی کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د روسیې د رول په باره کښې د ایف بی ایی(FBI) په تحقیقاتو کښې ګډون کړی دی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ په تیرې جمعې ورځ دایف بی ای ادارې ددوهم(۲) لمبر کس له کاره لیرې کول ددغه هیواد د ډیموکراسۍ لپاره یوه(۱) ستره ورځ وبلله .