ترک پوځیانو د عفرین ښار کنټرول ترلاسه کړ
Mar 18, 2018 15:25 Asia/Kabul
د ترکیې ولسمشر په یولړ څرګندونو کښې د ترک پوځیانو لخوا د سوریې په شمال کښې د عفرین ښار د نیولو خبر تایید کړ.
اناتولي خبري آژانس خبر ورکړی چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن وویل: د زیتون څانګې عملیاتو په ۵۸ ورځ د عفرین ښار مرکز په بشپړه توګه زمونږ په واک کښې راغلی دی.
هغه وویل: د ترکیې ځواکونو د سوریې د آزاد پوځ په ملتیا د عفرین ښار بشپړ کنټرول په لاس کښې اخیستی دی.
نن سهار د المیاډین چینل خبریال رپورټ ورکړ چې د ترک پوځ ځواکونه د عفرین ښار له دریو نه د څه باندې دوو برخو د کنټرول په ترلاسه کولو سره د دغه ښار مرکز ته رسیدلي دي.
له بلې خوا د عفرین ښار مسئولانو ویلي چې په تیرو څو ورځو کښې د دغه ښار لږترلږه یو نیم لاک اوسیدونکو د ترک پوځیانو د تیري په وجه خپل کورونه پریښي دي.
ټیګونه