پاکستان دافغانستان د ناامنۍ مسول دی
-
له پوځي اقداماتو سره یوځاې د انتخاباتو په ترسره کیدا سره به دافغانستان په طالبانو سیاسي او ټولنیز دباو زیات شي .
زمونږخبریال وایی په افغانستان کښې د امریکا د عسکرو قوماندان جنرال جان نیکلسن اعتراف کړی چې په دغه هیواد کښې په روان تاوتریخوالی کښې هیڅ کمی نه دی راغلی او هغه ددغو تاوتریخوالی تور په پاکستان ولګاوه .
هغه وویل امریکا په پاکستان کښې دترهګرو د امن پناه ځایونو په اړه څو ځله د اسلام اباد له چارواکو سره پټې خبرې و کړې او واشنګټن په پاکستان دباو زیات کړ خو په افغانستان کښې تاوتریخوالی کم نشو.
په افغانستان کښې دامریکا دعسکرو قوماندن جنرال نیکلسن وویل امریکا به له پاکستان څخه دافغانستان طالبانو او نورو ډلوته دمرستو د مخه دنیولو لپاره نور اقدامات وکړی او دغه راز ولسمشر ټرمپ به هم دپاکستان پرضد دنورو اقداماتو په ترسره کولوغور وکړی .
هغه د سولې په پروسې کښې دطالبانو دشاملیدا په اړه وویل ممکنه ده چې دطالبانو ځینې ډلې د سولې په پروسې کښې ګډون وکړی .
دامریکا دغه پوځی چارواکی وویل له پوځی اقداماتو سره یوځاې د انتخاباتو په ترسره کیدا سره به دافغانستان په طالبانو سیاسی او ټولنیز دباو زیات شی او زیاته یې کړه په راتلونکو څو میاشتو کښې به د جنګ او د سولې تګلاره یوځاې مخ ته لاړه شی .