دامریکا ائتلاف په عراق او سوریې کښې ملکیان وژلی
-
امریکا او دهغه عرب او اروپايي ملګري هیوادونه د داعش په شمول د ترهګرو ډلو اصلي جوړونکي ، مالي او وسله وال مرسته کونکي ملکونه دي .
زمونږخبریال وایی دامریکا په مشرۍ د داعش پرضد دتش په نامه نړیوال ائتلاف پرون په یوه(۱) راپور کښې اعتراف وکړ چې له ۲۰۱۴ میلادی راهسې تراوسه په عراق او سوریې کښې ددغه ائتلاف د حملو له پیل راهسې اته سوه پینځه پنځوس(۸۵۵) ملکیان وژل شوی دی .
د ایر وارز (Air Wars)څارونکی ډلې څیړنې ښیی چې په عراق او سوریې کښې د امریکا د ائتلاف په هوایی بریدونو کښې څه دپاسه درې زره (۳۰۰۰)ملکیان وژل شوی دی .
امریکا په تیرو څو کلونو کښې په ځلونو له ترهګرو ډلو سره دمبارزې په پلمه په سوریې او عراق کښې په ملکی خلکو حملې کړی دی .
دامریکا په مشرۍ ائتلاف د ۲۰۱۴ میلادی کال له اګست میاشتې راهسې تراوسه پورې په سوریې او عراق کښې نهویشت زره او دوه سوه پینځویشت (۲۹۲۲۵)هوایی حملې کړی دی .
سوریې دملګروملتونو عمومی منشی او دامنیت شورا مشر ته په لیکونو استولو سره غوښتی دی چې په دغه هیواد کښې دامریکا د ائتلاف جنایتونه پاې ته ورسوی .
امریکا او دهغه عرب او اروپایی ملګری هیوادونه د داعش په شمول د ترهګرو ډلو اصلی جوړونکی ، مالی او وسله وال مرسته کونکی ملکونه دی .