عربستان دیمن دوه میلیونه ماشومان له زده کړې محرومه کړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i68184-عربستان_دیمن_دوه_میلیونه_ماشومان_له_زده_کړې_محرومه_کړی
مهر خبری اژانس وایی د ملګروملتونو د ماشومانو صندوق یونیسف (UNICEF) وویل په یمن د سعودی عربستان یرغل له زده کړې د یمن د شل لکه ماشومانو د بې برخې کیدا سبب شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 29, 2018 01:34 Asia/Kabul
  • په یمن کښې کابو یولس(۱۱) میلیونه ماشومان ژوند کوي چې کابوټول یې بشردوستانه مرستو ته ضرورت لري .
    په یمن کښې کابو یولس(۱۱) میلیونه ماشومان ژوند کوي چې کابوټول یې بشردوستانه مرستو ته ضرورت لري .

مهر خبری اژانس وایی د ملګروملتونو د ماشومانو صندوق یونیسف (UNICEF) وویل په یمن د سعودی عربستان یرغل له زده کړې د یمن د شل لکه ماشومانو د بې برخې کیدا سبب شوی دی .

یونیسف(UNICEF) وویل په یمن د سعودی عربستان  له یرغل راهسې ددغه هیواد څه دپاسه پینځه زره(۵۰۰۰) ماشومان وژل شوی یا یې د بدن غړی غوڅ شوی دی .

دملګروملتونو د ماشومانودملاتړ صندوق یونیسیف(UNICEF) په یمن کښې د څښلو د سالمو اوبو په نشتون هم اندیښه وښودله او ویې وویل دیمن څه دپاسه لس لکه ماشومان په ډول ډول ناروغیو اخته دی .

په یمن کښې کابو یولس(۱۱) میلیونه ماشومان ژوند کوی چې کابوټول یې بشردوستانه مرستو ته ضرورت لری .

په یمن دسعودی عربستان دحملوپه دوام او ددغه هیواد د بیخ بنایی تاسیساتو په ورانیدا او په تیره بیا د اوبو د رسولود سیسټم په تباه کیدا سره په هیواد کښې د ساری ناروغۍ د خپریدا په حال کښې دی .