دچین دولسمشر ځانګړی استازی جنوبی کوریا ته مهم سفرکوی
دجنوبی کوریا د ولسمشرۍ ویندوی ، د کوریا ټاپو وزمې دشخړې له حل سره د پیونګ یانګ دچارواکو د دلچسپۍ په باب په بیجینګ کې دشمالی کوریا د رهبر څرګندونې هیله منونکی بللی دی .
زمونږخبریال راپور راکړ د جنوبی کوریا دولسمشرۍ دفتر نن د جنوبی کوریا چارواکو ته د شمالی کوریا له رهبر سره دچین د ولسمشر دخبرواترو د راپور د وړاندې کولو لپاره سئول ته د چین د یوه لوړپوړی پلاوی دسفر خبر ورکړی دی.
راپورښئ ، دجنوبی کوریا دولسمشر دفتر نن وئیلی دی ، د چین د ولسمشر ځانګړی سلاکار ینګ جیچی به د جنوبی کوریا له ولسمشر سره دلیدوکاتو په خاطر نن سئول ته ورشی .
ټاکل شوې ده دغه چینی چارواکی په دغې کتنې کې د جنوبی کوریا ولسمشر مون جائه این د شمالی کوریا له رهبر کیم جونګ اون سره دچین د ولسمشر شی چین پینګ د وروستیو خبرواترو له جزیاتو خبر کړی .
دجنوبی کوریا د ولسمشرۍ ویندوی ، د کوریا ټاپو وزمې دشخړې له حل سره د پیونګ یانګ دچارواکو د دلچسپۍ په باب په بیجینګ کې دشمالی کوریا د رهبر څرګندونې هیله منونکی بللی دی .