روسیه دامریکا شپیته ډپیلوماټان وباسی .
-
دروسیې خارجه وزیر په بریتانیا تور ولګاه په هر هیواد دباو راولي چې د روسیې پرضد دریځ غوره کړي .
زمونږخبریال وایی د روسیې دبهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وویل په سینټ پیټرزبورګ (St Petersburg)کښې به دامریکا کنسولګرۍ وتړل شی او دغه راز دامریکا شپیته(۶۰) ډیپلوماټان له هیواد څخه ایستل کیږی .
روسیې دغه کار دامریکا ،بریتانیا او دنورو اروپایی هیوادونو اقدام ته په ځواب کښې کړی دی.
د روسیې خارجه وزیر لاوروف وویل په ماسکو کښې دامریکا سفیر جان هنټسمین (John Huntsman) خارجه وزارت ته احضار کړی شوی او هغه ته ویل شوی دی چې روسیه له امریکا د خپل هیواد دشپیتو(۶) ډیپلوماټانو دوتلو په اړه ورته اقدام ترسره کوی .
دامریکا په ایستل کیدونکو ډیپلوماټانو کښې اته پنځوس()۵۸ په ماسکو کښې د سفارت او دوه(۲) نور په ایکاترینبورګ (Ekaterinburg)سیمه کښې دامریکا دکنسولګرۍ غړی دی .
د روسیې خارجه وزیر سرګی لاروف وویل ماسکو به دامریکا په سیټل(Seatle) سیمه کښې د روسیې د کنسولګرۍ بندولو ته ځواب ورکړی او په سینټ پیټرز بورګ کښې به دامریکا کنسولګرۍ وتړی .
هغه وویل روسیه به دهغو هیوادونو ډیپلوماټان هم له ماسکو څخه وباسی کومو چې د روسیی ډیپلوماټان ایستلی دی .
دروسیې خارجه وزیر په بریتانیا تور ولګاه په هر هیواد دباو راولی چې د روسیې پرضد دریځ غوره کړی .