دامیرالمؤمنین امام علی علیه السلام زوکړه دې پرټولومبارک وی
دتهران ریډیو دپښتو خپرونې درست کارکونکی په دې مناسبت درستو پتمنو او مستضعفینو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې مبارکی وائی .
دمومنانو دامیر او دمتقیانو دمولا حضرت امام علی علیه السلام دنیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت په درستې نړۍ کې جشنونه او دستورې لمانځل کیږی ، او دهغه بزرګوار مینه وال دهغه دسیرت او ځانګړنو په آ وریدو سره خپله مینه ماتوی .
حضرت امام علی علیه السلام په ځلمیتوب کې د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) په لمن کې ورزول شو او هغه لومړنی کس ؤ چې د رسول ا... بزرګوار چغې ته ئې لبیک ووئیل او د خدای دوروستی پیغمبر له خوا د اسلام دپاک دین د دودیدا او تبلیغ په ټولو مرحلو کې دهغه بزرګوار خورا اصلی ملګری او یاور شمیرل کید.
دایران داسلامی جمهوریت په کال هینداره کې د حضرت امام علی علی علیه السلام دنیکمرغه زوکړې دکلیزې ورځ ، په :روز پدر : یعنی دپلار ورځ نومول شوې ده . په درست ایران کې د حضرت امام علی علیه السلام دنیکمرغه زوکړې کلیزې چې په حقیقت کې د امامت پلار دی ، په پرتم اوولولې سره لمانځل کیږی .
دتهران ریډیو دپښتو خپرونې درست کارکونکی په دې مناسبت درستو پتمنو او مستضعفینو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې مبارکی وائی .