روسیې له دغه هیواده د۴۱ اروپائی ډیپلوماټانود سملاسی وتلوحکم صادرکړ
روسیې له لویدیځی هیوادونو دخپلو سفیرانو د ویستلو په ځواب کې په پنجشنبې ورځې ورته اقدام پیل کړی او په پیل کې ئې دروسیې له خاورې دامریکا شپیته ډیپلوماټان وویستل . روسیې همداراز په سن پیټرز برګ کې دامریکا کونسلګری هم وتړله .
ایرناخ بری آژانس راپورورکړ روسیې خارجه وزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا پشمول له لویدیځی هیوادونو د دغه هیواد د ډیپلوماټانو د ویستل کیدا په ځواب کې دبیلابیلو اروپائی هیوادونو د یوڅلویښت ډیپلوماټانو د سملاسی ویستلو حکم صادر کړی دی .
د دغې اعلامیې ۍپه اساس ، دماسکو حکومت د انګلستان ، چک جمهوریت ، امریکا، هالینډ ،ایټالیا، فنلینډ ، پولینډ، استوانی ، لیتوانی ، سویډ ،جرمنی ، ګرجستان، اوکراین ، مولداوی ، رومانیا اوناروې سفارتونو ته فوری مراسله لیږدولې څو خپل یوشمیر ډیپلوماټان دې وباسی ، چې د ټولو اروپائی ډیپلوماټانو شمیر یو څلویښت تنو ته رسیږی .
د روسیې خارجه وزارت له دې مخکې د انګلستان ،فرانسې ، ایټالیا اوجرمنی سفیران احضار کړی ؤ او هغوی ته ئې د خپلو ډیپلوماټانو د ویستلو امر کړی ؤ .
روسیې له لویدیځی هیوادونو دخپلو سفیرانو د ویستلو په ځواب کې په پنجشنبې ورځې ورته اقدام پیل کړی او په پیل کې ئې دروسیې له خاورې دامریکا شپیته ډیپلوماټان وویستل . روسیې همداراز په سن پیټرز برګ کې دامریکا کونسلګری هم وتړله .
دتیرې دوشنبې په ورځې امریکا او کابو دیرشو نورو هیوادونو په یوه غږمله اقدام کې دانګلستان دکارړنګونکی اقدام په ملاتړ کې له خپلو هیوادونو روسیې ډیپلوماټان ویستلی چې ډیر زر ئې دروسیې له خوا هم ورته ځواب ترلاسه کړ .