د افغانستان لپاره دهند نور غنم ایران ته راورسیدل
Apr 02, 2018 09:09 Asia/Kabul
-
په ټول کښې دهندوستان یولک لس زره ټنه ډالۍ شوي غنم د چابهار د شهید بهشتي بندر له لارې افغانستان ته انتقالیږي .
دافغانستان لپاره د هند د ټرانزیټی غنمو اومه(۷) کشتۍ دایران په جنوب ختیځ کښې دسیستان و بلوچستان ولایت چابهار بندر ته راورسیدله .
د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت د سمندر کچ کونې او د بندرونو د ادارې د اقتصادی او بندری چارو مرستیال «حسین شهدادی» نن له ایرنا خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل له تیر کال راهسې تراوسه افغانستان ته د هندوستان د ډالۍ شویو ټرانزیټی غنمو څلور زره او دوه سوه(۴۲۰۰) کانټینرونه دایران چابهار بندر ته رسیدلی دی .
هغه وویل په ټول کښې دهندوستان یولک لس زره ټنه ډالۍ شوی غنم د چابهار د شهید بهشتی بندر له لارې افغانستان ته انتقالیږی او ټاکل شوی ده دغه غنم په څه دپاسه پینځو زرو(۵۰۰۰) ټرکونو کښې افغانستان ته یوړل شی .
ټیګونه