د افغانستان لپاره دهند نور غنم ایران ته راورسیدل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i68386-د_افغانستان_لپاره_دهند_نور_غنم_ایران_ته_راورسیدل
دافغانستان لپاره د هند د ټرانزیټی غنمو اومه(۷) کشتۍ دایران په جنوب ختیځ کښې دسیستان و بلوچستان ولایت چابهار بندر ته راورسیدله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 02, 2018 09:09 Asia/Kabul
  • په ټول کښې دهندوستان یولک لس زره ټنه ډالۍ شوي  غنم د چابهار د شهید بهشتي بندر له لارې افغانستان ته انتقالیږي .
    په ټول کښې دهندوستان یولک لس زره ټنه ډالۍ شوي غنم د چابهار د شهید بهشتي بندر له لارې افغانستان ته انتقالیږي .

دافغانستان لپاره د هند د ټرانزیټی غنمو اومه(۷) کشتۍ دایران په جنوب ختیځ کښې دسیستان و بلوچستان ولایت چابهار بندر ته راورسیدله .

د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت د سمندر کچ کونې او د بندرونو د ادارې د اقتصادی او بندری چارو مرستیال «حسین شهدادی» نن له ایرنا خبری اژانس سره  په مرکه کښې وویل له تیر کال راهسې تراوسه افغانستان ته د هندوستان د ډالۍ شویو ټرانزیټی غنمو څلور زره او دوه سوه(۴۲۰۰) کانټینرونه دایران چابهار بندر ته رسیدلی دی .

هغه وویل په ټول کښې دهندوستان یولک لس زره ټنه ډالۍ شوی  غنم د چابهار د شهید بهشتی بندر له لارې افغانستان ته انتقالیږی او ټاکل شوی ده دغه غنم په څه دپاسه پینځو زرو(۵۰۰۰) ټرکونو کښې افغانستان ته یوړل شی .