اسرائیل دلبنان له حزب الله جنګ پیلولی شی
-
د لبنان دحزب الله توغندی د نیواکي ټاټوبو دننه ستراتیژیک تاسیسات ویشتلی شي .
زمونږ خبریال وایی د صهیونیسټ رژیم دپوځ لوی درستیز ګادی ایزنکوټ(Gadi Eizenkot) وایی احتمال شته چې په روان میلادی کال کښې د لبنان دحزب الله غورځنګ پرضد داسرائیلو ورانونکی جنګ پیل شی .
هغه له المصدر (Al-masdar)اینټرنیټ سایټ سره په مرکه کښې ادعا وکړه اسرائیلو په لبنان کښې په زرګونو هدفونه ټاکلی دی چې له حزب الله سره د احتمالی جنګ د رامینځته کیدا په بڼه کښې به هغوې ته تاوانونه ورسوی .
دصهیونیسټ رژیم د پوځ لوی درستیز ګادی ایزنکوټ(Gadi Eizenkot)وویل د جنګ درامینځته کیدا په بڼه کښې له حزب الله د ملاتړ په هدف سره دایران د لاسوهنې(مرستې ) امکان ډیر کمزوری دی .
د لبنان له حزب الله غورځنګ سره د احتمالی جنګ په باره کښې د اسرائیلو د نیواکګر او غاصب رژیم د پوځ د لوی درستیز دغه څرګندونې په داسې حال کښې مطرح کیږی چې دصهیونیسټ رژیم پوځ د ۲۰۰۶ میلادی کال په جولاۍ میاشت کښې د لبنان د حزب الله غورځنګ له ځواکونو سره په درې دیرش(۳۳) ورځنی جنګ کښې د ډیرو مرګ ژوبلو او تاوانونو په زغملوسره له جنګ څخه شاتګ کړی وو .
دلبنان دحزب الله اسلامی مقاومت غورځنګ مشر حسن نصر الله په ځلونو ټینګار کړی دی دلبنان پرضد دهرډول جنګ د رامینځته کولو په بڼه کښې د مقاومت چورلیز به جنګ د نیواکی ټاټوبی (اسرائیلو )داخل ته وغزوی .
له دې مخکې د صهیونیسټ رژیم دپوځ یوه(۱) پخوانی قوماندان« نوعام تیفون» ویلی وو داسرائیلو دافع هوا سیسټم کارنده نه دی او د لبنان دحزب الله توغندی د نیواکی ټاټوبو دننه ستراتیژیک تاسیسات ویشتلی شی .