دټرمپ رسوایانې د هغه دڅنګ ته کیدا سب کیدلی شی
-
د ډونالډ ټرمپ حالت په ۱۹۷۰ میلادي لسیزې کښې د پخواني ولسمشر ریچارډ نیکسن په وخت کښې په امریکا د واکمنو شرایطو تداعي کوي .
زمونږخبریال وایی دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنسی رسوایانو په اړه د دغه هیواد دډیرو ورځپاڼو د راپورونو خپریدل به له واک څخه دهغه(ډونالډ ټرمپ) دڅنګ ته کیدا سبب شی .
دامریکا ډیرې ورځپاڼې په تیره بیا نیویارک ټایمز او واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غیر قانونی اقداماتو او د سپینې ماڼۍ پرضد په ایشوا کونکو کښې رول لری .
دامریکا ورځپاڼو د ولسمشر ټرمپ په سیاسی رسوایانو بسنه نه ده کړی بلکې د هغه د غیر اخلاقی اړیکو په شمول د شخصی رسوایانو د ایشوا کولو کار یې هم ترسره کړی دی .
نیویارک ټایمز ورځپاڼې تیره اونۍ نوی رسوایی ایشوا کړه چې ثابتوی د« بریتانیا انالیټیکس» شرکت چې دامریکا د ۲۰۱۶ میلادی کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په تبلیغاتو کښې یې د ډونالډ ټرمپ د ټاکنو په کمیټۍ کښې فعالیت کاوه په غیرقانونی ډول د فیسبوک اینټرنیټ پاڼې د پنځوس(۵۰) میلیونه کسانو ادریسونو ته نفوذ کړی دی .
د رسنیو د چارو فعالان اټکل کوی د ډونالډ ټرمپ حالت په ۱۹۷۰ میلادی لسیزې کښې د پخوانی ولسمشر ریچارډ نیکسن په وخت کښې په امریکا د واکمنو شرایطو تداعی کوی او له رسوایانو وروسته چې ورځپاڼو ایشوا کړی وې نیکسن استعفا کولو ته مجبوره شوی وو .