روسیې نن نوی توغندی وزمویه
Apr 02, 2018 10:56 Asia/Kabul
-
دغه نوي توغندی په ماسکو کښې دیره کیږي او د پلازمینې د فضايي او توغندوي دفاع لپاره کارول کیږي.
ایرنا خبری اژانس وایی دروسیې دفاع وزارت وویل دغه هیواد نن یو (۱)نوی توغندی چې داټومی توغندیو د له مینځه وړل توان لری په بریالیتوب سره وزمویه .
دغه نوی توغندی نن په قزاقستان کښې واقع د روسیې له «ساری شاګان» پوځی اډې وتوغول شول .
دروسیې دفاع وزارت وویل نوی توغندی په څو ثانیو کښې په بالسټیک توغندی لګیدلی شی .
دروسیې دغه نوی توغندی په سل(۱۰۰) کلومیټره واټن سره په دیرش(۳۰) کلومیټره لوړوالی کښې داټومی خولیو ، د بلاسټیک توغندیو او له یوې وچې بلې وچې ته د ویشتونکو توغندیو په شمول هرډول توغندی ویشتلی او له مینځه وړلی شی .
دغه نوی توغندی په ماسکو کښې دیره کیږی او د پلازمینې د فضایی او توغندوی دفاع لپاره کارول کیږی.