دیمن انصار الله غورځنګ د ګوډاګیانو پرضد عملیات پیل کړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i68404-دیمن_انصار_الله_غورځنګ_د_ګوډاګیانو_پرضد_عملیات_پیل_کړی
زمونږ خبریال وایی د یمن دانصار الله غورځنګ ځواکونو په جنوب کښې لحج(Lahij) ولایت ته نږدې سعودی عربستان ته د اړونده ګوډاګیانو له پوځی تیریو سره د مقابلې په هدف سره پراخ عملیات پیل کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 02, 2018 11:24 Asia/Kabul
  • د یمن اکثره خلک د خوراکي شیانو او درملو له کمښت سره مخ دي .
    د یمن اکثره خلک د خوراکي شیانو او درملو له کمښت سره مخ دي .

زمونږ خبریال وایی د یمن دانصار الله غورځنګ ځواکونو په جنوب کښې لحج(Lahij) ولایت ته نږدې سعودی عربستان ته د اړونده ګوډاګیانو له پوځی تیریو سره د مقابلې په هدف سره پراخ عملیات پیل کړل .

په دغو عملیاتو کښې چې د یمن د تښتیدلی او داستعفا شوی ولسمشر عبدربه منصور هادی د پلوی عسکرو پرضد وشول کابو لس(۱۰) ګوډاګیان هلاک شوی او څو نور ژوبل شوی هم دی .

سعودی عربستان د امریکا په اړخیزه ملاتړونو سره له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې په یمن حملو او بمباریو ته دوام ورکړی او دیمن  حکومتی عسکر هم دتیریګرو ځواکونو حملو ته په غبرګون کښې د عربستان په داخل او دغه راز په یمن کښې د ال سعود رژیم دعسکرو په مرکزونو او اډو توغندی ولی .

په یمن د سعودی عربستان، امریکا، متحده عربی اماراتو، اسرائیلو وغیره په حملو کښې تراوسه په لسګونو زره خلک وژل شوی په سلګونو زره نور ژوبل شوی.

د یمن اکثره خلک د خوراکی شیانو او درملو له کمښت سره مخ دی .