چین له امریکا سره په تجارتی مقابلې ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i68498-چین_له_امریکا_سره_په_تجارتی_مقابلې_ټینګار_وکړ
ایرنا خبری اژانس وایی د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویندوی میرمن ګنګ شوانګ ټینګار وکړ چې پیکینګ له واشنګټن سره تجارتی مبارزې ته دوام ورکوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 04, 2018 01:22 Asia/Kabul
  • که چیرې واشنګټن په تجارتي جنګ ټینګار لري پیکینګ هم له دغه جنګ نه ویریږي .
    که چیرې واشنګټن په تجارتي جنګ ټینګار لري پیکینګ هم له دغه جنګ نه ویریږي .

ایرنا خبری اژانس وایی د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویندوی میرمن ګنګ شوانګ ټینګار وکړ چې پیکینګ له واشنګټن سره تجارتی مبارزې ته دوام ورکوی .

هغه  پرون په پیکینګ کښې یوځل بیا د امریکا او د چین د تجارتی جنګ په اړه غبرګون وښود او ویې ویل له دې سره سره پیکینګ د برابر کړچار او دمتقابل احترام پراساس له واشنګټن سره خبرو ته چمتو دی .

د  چین دبهرنیو چارو د وزارت ویندوی  ګینګ شوانګ وویل چین له امریکا سره د تجارتی جنګ اراده نلری خو که چیرې واشنګټن په تجارتی جنګ ټینګار لری پیکینګ هم له دغه جنګ نه ویریږی .

امریکا له نړیوالو اعتراضونو سره  سره تیره میاشت فیصله وکړه د چین په شمول له ځینو هیوادونو د فولادو په واردولو پینځویشت(۲۵) فیصده او د الومینیوم په واردولو لس(۱۰) فیصده مالیات او ټیکسونه ولګوی .

د چین دتجارت وزارت هم په تیرې دوشنبې ورځ ویل دچین په شیانو دامریکا د مالیاتو او ټیکسونو له اعمالیدا سره د مقابلې لپاره یې د میوو او دغوښې په شمول له امریکا څخه په یوسل اتویشتو (۱۲۸)واردیدونکو شیانو مالیات او ټیکسونه لګولی دی .