چین له امریکا سره په تجارتی مقابلې ټینګار وکړ
-
که چیرې واشنګټن په تجارتي جنګ ټینګار لري پیکینګ هم له دغه جنګ نه ویریږي .
ایرنا خبری اژانس وایی د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویندوی میرمن ګنګ شوانګ ټینګار وکړ چې پیکینګ له واشنګټن سره تجارتی مبارزې ته دوام ورکوی .
هغه پرون په پیکینګ کښې یوځل بیا د امریکا او د چین د تجارتی جنګ په اړه غبرګون وښود او ویې ویل له دې سره سره پیکینګ د برابر کړچار او دمتقابل احترام پراساس له واشنګټن سره خبرو ته چمتو دی .
د چین دبهرنیو چارو د وزارت ویندوی ګینګ شوانګ وویل چین له امریکا سره د تجارتی جنګ اراده نلری خو که چیرې واشنګټن په تجارتی جنګ ټینګار لری پیکینګ هم له دغه جنګ نه ویریږی .
امریکا له نړیوالو اعتراضونو سره سره تیره میاشت فیصله وکړه د چین په شمول له ځینو هیوادونو د فولادو په واردولو پینځویشت(۲۵) فیصده او د الومینیوم په واردولو لس(۱۰) فیصده مالیات او ټیکسونه ولګوی .
د چین دتجارت وزارت هم په تیرې دوشنبې ورځ ویل دچین په شیانو دامریکا د مالیاتو او ټیکسونو له اعمالیدا سره د مقابلې لپاره یې د میوو او دغوښې په شمول له امریکا څخه په یوسل اتویشتو (۱۲۸)واردیدونکو شیانو مالیات او ټیکسونه لګولی دی .