دیمن انصار الله غورځنګ د عربستان په کشتۍ حمله وکړه
-
په یمن باندې دسعودي عربستان په بمباریو او حملو کښې تراوسه په زرګونو کسان وژل شوي او خلک د درملو او دخوراکي شیانو له کمښت سره مخ دي .
دلبنان المیادین ټیلی ویژن وویل دیمن سرچینو پرون راپور ورکړ د انصار الله ولسی غورځنګ ځواکونو دیمن سواحلو ته نږدې دعربستان دتیلو په یوې(۱) کشتۍ حمله وکړه .
په سره سمندر(Res Sea) کښې د سعودی عربستان د تیلو په کشتۍ دحملې هدف دیمن په لویدیځ کښې په الحدیده ولایت کښې د کډوالو په کیمپ د عربستان بمباریو ته ځواب ورکول دی .
دیمن په الحدیده ولایت کښې د کډوالو په کیمپ د سعودی عربستان دتیرې دوشنبې ورځې د بوږنونکی جنایت د وژل شویو کسانو شمیر نهویشت (۲۹)تنو ته رسیدلی دی چې اکثره یې ښځې او ماشومان دی .
په عین حال کښې د سعودی عربستان دتیریګر ائتلاف ویندوی ترکی المالکی ادعا کړی ده دغه ائتلاف توانیدلی دی د سعودی عربستان دتیلو په یوې کشتۍ د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ حمله شنډه کړی .
په یمن باندې دسعودی عربستان په بمباریو او حملو کښې تراوسه په زرګونو کسان وژل شوی او خلک د درملو او دخوراکی شیانو له کمښت سره مخ دی او په میلیونونو خلک ګډوال شوی هم دی .