روهنګیا مسلمانان ملایشیا ته تښتي
Apr 04, 2018 07:49 Asia/Kabul
د ملایشیا د سمندي ځواک قومندان وویل:د میانمار د ۵۶ روهینګیا مسلمانانو یوه کشتۍ چې د دغه هیواد د پوځ له تشدده تښتیدلي دي، ملایشیا ته رسیدلې ده.
د ایرنا د خبر له مخې د ملایشیا د سمندري ځواک قومندان احمد قمر الزمان وویل چې په میانمار کښې له تاوتریخولو د تښتیدلو روهینګیا مسلمانانو کشتۍ د لنکاوي جزیرې د سواحلو له لارې دغه هیواد ته رسیدلې او اجازه ورکړی شوه چې ځانونه د ملایشیا د مهاجرت ادارې ته وسپاري.
په دغو کډوالو کښې ۱۹ سړي، ۱۸ ښځې، ۱۱ نجونې او ۸ هلکان شامل دي.
په ملایشیا کښې د ملګرو ملتو د کډوالو د لوړې کمشنرۍ د اعلان له مخې په دغه هیواد کښې کابو یونیم لاک کډوال موجود دي چې نزدې ۹۰ سلنه یې روهینګیا مسلمانان دي.
ټیګونه