مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i68526-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د آرمان امروز په ورځپاڼه کی د نیوزویک نشریی په حواله؛ دا پوښتنه مطرح شوې ده، چی آیا ډونالډ ټرمپ د امریکی په تاریخ کی تر ټولو بد ؤلس مشر دئ؟
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 04, 2018 09:29 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د آرمان امروز په ورځپاڼه کی د نیوزویک نشریی په حواله؛ دا پوښتنه مطرح شوې ده، چی آیا ډونالډ ټرمپ د امریکی په تاریخ کی تر ټولو بد ؤلس مشر دئ؟

 دا د نیوزویک د یوې مقالې عنوان دئ، چی لیکوال یی د یو لړ دلایلو په اساس لیکلی دی: د امریکی د متحده ایالاتو اوسنئ ؤلس مشر، پخپلو نا مروجو او غیر قانونی اقداماتو سره، نه یواځی د آزادۍ او ډموکراسۍ په شان ارزښتونه تر پوښتنی لاندی را ولی،

بلکه د نړیوالو په نزد د امریکی اعتبار او حیثیت هم کموی.

سیاسی شناندی« رابرت رایش » په هغې مقاله کی چی د نیوزویک نشریی په اینټرنیتی ویب سایټ کی خپره شوې ده؛ ولیکل: چی امریکا د خپل سیاسی تاریخ په اوږدو کی ډول ډول ؤلس مشران لرلی دی؛ د امریکی له ۲۹ ؤلس مشر« وارن ګامالیل هار دینګ » او د امریکی د ۳۷ ؤلس مشر« ریچارد نیکسون » په شان دوکه مارانو او غلو څخه نیولی، د امریکی د تاریخ تر اووم ؤلس مشر« اندرو جکسون » او د دغه هیواد تر ۴۳ ؤلس مشر« جورج ډبلیو بوش » متعصبانو پوری. خو د امریکی متحده ایالاتو تر اوسه پوری، د یاد هیواد د اوسنی ؤلس مشر« ډونالډ ټرمپ » په شان کس نه ؤ لیدلئ، چی دغه ټولی کرغیړنی او سپیری ځانګړتیاوی، په ځان کی ولری.

د مقالی لیکوال په دوام کی لیکی: د یو ؤلس مشر اساسی او قانونی مسؤلیت، زموږ له حکومتی نظام څخه ساتنه او حفاظت کول دی، خو ډونالډ ټرمپ دغه نظام خوار کړئ دئ.

هرکله چی؛ ډونالډ ټرمپ ګواښ کوی، چی لا زیات آسان فډرال قوانین تصویبوی، چی هغه ته اجازه ورکوی د ځان په خلاف له نیوکی کونکو خبری شبکو څخه شکایت وکړی، او د هغو خبری

آژانسونو د کار مجوز لغوه کړی؛ چی د هغه په خلاف دی، دا کار یواځی رسنیو ته د زور ویلو په معنا نه دئ. هغه پدی کار سره د رسنیو آزادې او صداقت ګواښی، چی د امریکی اساسی قانون د هغو ضمانت کونکئ دئ.

*******

د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼی تر دی سرټکی لاندی؛ چی« بن سلمان د صهیونیسټی رژیم موجودیت په رسمیت وپیژاند » لیکل شوی دی:

یواځی څلور ورځی وروسته تردې، چی صهیونیسټی رژیم ۱۸ فلسطینیان د غزې په تړانګه کی په شهادت ورسول، او ۱۵۰۰ تنه یی ټپیان کړل، د سعودی عربستان ولیعهد« محمد بن سلمان » د یاد رژیم موجودیت په رسمیت وپیژاند.

د سعودی ولیعهد له اتلانتیک نشریی سره په مرکه کی، د دی پوښتنی په ځواب کی؛ چی د ده په عقیده، یهودیان کولای شی د ځان لپاره یو هیواد ولری؟ وویل: زه عقیده من یم فلسطینیان او اسرائیلیان د خپل هیواد دلرلو حق لری، خو باید د سولې یوه موافقه باید ولرو، چی د ټولو لپاره د سولې په رامنځته کولو سره، له اسرائیلو

سره اړیکی هم عادی شی.

ده پدی  ټینګار سره چی؛ عربستان له یهودیانو سره هیڅ مشکل نه لری؛ دوام ورکړ: موږ له اسرائیلو سره زیاتی ګډې ګټی لرو، او که موافقه ترلاسه شی، لا ډیری ګټی به د اسرائیلو او د فارس خلیج د همکارۍ شورا، او د مصر او اردن په شان  هیوادونو ترمنځ رامنځته شی.

*******

د تهران چاپ د همشهری په ورځپاڼه کی د پاکستان د خارجه وزیر له قوله لیکل شوی دی:« اسلام آباد د تاریخ په اوږدو کی له امریکی سره د اتحاد او همکارۍ له کبله زیان لیدلئ دئ » 

د پاکستان خارجه وزیر« خواجه محمد آصف » د دی خبری په کولو سره، چی اسلام آباد له دې وړاندی، په ۸۰ لسیزه کی له واشنګټن سره د اتحاد له کبله زیات زیان ولید، ځکه نو باید دغه موضوع تکراره نه شی؛ وویل: له امریکی سره د همکارۍ کولو با وجود، د یاد هیواد له خوا مو له بندیزونو پرته بل څه تر لاسه  نه کړل. د پاکستان خارجه وزیر اعلان وکړ: له واشنګټن سره د اسلام آباد همکارۍ، د پاکستان لپاره کومه ګټه نه ده لرلې.

په اسلام آباد کی د فارس خبری آژانس د راپور په اساس،« خواجه محمد آصف » وویل: له امریکی سره  په تیره بیا د افغانستان په کړکیچ کی، د پاکستان له پراخی همکارۍ سره سره، د اسلام آباد په ضد د واشنګټن له بندیزونو پرته؛ بل څه مو نه دی ترلاسه کړی.

د پاکستان خارجه وزیر؛ همداراز د روسیی او امریکی ډیپلماټیکو اختلافاتو ته په اشارې سره وویل: د دواړو هیوادونو ترمنځ د سړې جګړې د رامنځته کیدو په صورت کی به، پاکستان بی پلوه پاتی شی.

محمد آصف تاکید وکړ: په اوسنیو شرایطو کی؛ چین د پاکستان د اعتماد وړ دوست دئ، او په هره زمینه کی به له دغه هیواد سره ملګرتیا وکړو.

******

 اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼو ته لنډه کتنه کوؤ؛ چی د افغانستان د وروستیو په هکله یی څه لیکنی کړی دی:

په کابل کې د خپرېدونکو ورځپاڼو د نن ورځې مهم سرلیکونه بیا هم په کندز کې د افغان ځواکونو هوایی حملې ته ځانګړی شوی، او د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په اړه ‌یې د بېلابېلو لورو غبرګونونه راخیستی دی.

دنیا

دنیا ورځپاڼې په خپل لومړی مخ کې لیکلی دی چې ملګرو ملتونو د کندز د دشت ارچی ولسوالۍ پر یوه مدرسه د افغان ځواکونو د هوایی حملې په اړه د تحقیق لهپاره سیمې ته یو پلاوی استولی دی.

ورځپاڼې د یوناما د یو بیان په حواله لیکلی دی چې په استول شوی پلاوی کې د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو د څار د ادارې غړی شامل دی چې په حمله کې د عامو خلکو د مرګ ژوبلې په اړه به پلټنه وکړی.

ورځپاڼې وړاندې د دې حملې په اړه د ځینو کتونکو نظرونه هم خپاره کړی دی چې پهکې پر تعلیمی مرکزونو حملې په هېڅ ډول نه توجه کېدونکې بلل شوې دی.

ورځپاڼې خپله سرلیکنه هم د کندز حملې ته ځانګړې کړې او لیکلی دی چې له کلونو راهیسې افغانان د کورنیو او بهرنیو ځواکونو په حملو کې د تاکتیکی تېروتنو قربانی کېږی.

 

مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلی دی چې افغان حکومتی چارواکی او ویاندویان‌یې هڅه کوی چې دا پېښه چې ورځپاڼې د یو وحشت په توګه یاد کړی توجیه کړی، حال دا چې د ملګرو ملتونو، د بشر د حقوقو د خپلواک کمېسیون او خپله د افغان حکومت یو پلاوی په سیمه کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په اړه تحقیقات کوی.

پر تعلیمی مرکزونو حملې په هېڅ ډول نه توجه کېدونکې دی.

ورځپاڼه لیکی چې افغان حکومت ټینګار کوی چې پهدې حمله کې یې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده او یو شمېر مشران‌یې وژل شوی دی.

خو ورځپاڼې لیکلی دی، که دا ومنل شی چې په حمله کې د طالبانو مشران هم وژل شوی، خو بیا هم دا حمله نه‌شی توجیه کولای او دا ځکه چې په حمله کې زیات زیان عامو خلکو او اکثره قربانیان ماشومان دی.

ورځپاڼې په پای کې افغان حکومت ته سپارښتنه کړې چې د حملې په اړه دې له ولسه بخښنه وغواړی او د حملې پلانوونکی دې، تر عدلی تعقیب لاندې راولی.

هېواد

هېواد دولتی ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې د کندز په حمله کې د عامه خلکو پر مرګ ژوبلې اندېښنه څرګنده کړې او لیکلی دی چې ولسمشر په حمله کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په اړه د تحقیقاتو لهپاره یو پلاوی ټاکلی دی، او سپارښتنه‌یې کړې چې د تحقیقاتو تر څنګ د قربانیانو کورنیو سره مرستې وکړی او د ټپیانو د درملنې لهپاره ټول امکانات برابر کړی.

ورځپاڼې وړاندې په خپله تبصره کې د افغان ځواکونو د دې حملې په اړه د رسنیو معلومات ضد او نقیض بللی او لیکلی دی چې ځینی وایی چې دا حمله د طالبانو په غونډې شوې او پهکې د طالبانو مهم کسان وژل شوی دی، خو ځینی نور بیا وایی چې حمله د دستار بندۍ په غونډې شوې چې پهکې زیات شمېر ماشومان او عام خلک وژل شوی دی.

هېواد هم په پېښه کې د عامه خلکو او په تېره بیا د ماشومانو وژنه یو جنایت بللی او لیکلی دی؛ چې د ولسمشر لهخوا استول شوی پلاوی به د حملې په اړه حقایق څرګند او د امنیت شورا په راتلونکې غونډه کې به‌یې وړاندې کړی.

ملی ارمان

ملی ارمان ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې لیکلی دی، هغه طالبان چې سوله نهکوی، باید ووژل شی ځکه د ورځپاڼې په وینا د کومې جګړې برخلیک چې د خبرو له لارې ونه‌ټاکل شو، نو د جګړې میدان‌یې په ښه توګه ټاکلی شی.

ورځپاڼې په ورته وخت کې پر حکومت انتقاد کړی چې پهداسې حال کې چې طالبان او بهرنی جګړهماران د شمال په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای شوی دی، خو حکومت‌یې پر وړاندې غوڅ اقدام نهکوی.

ورځپاڼې لیکلی دی چې وړاندیز یې دا دی چې حکومت باید د ډنډ غوری په سیمه کې د ارام وضعیت تر شا پروت نیرنګ ته توجه وکړی، ځکه د ورځپاڼې په وینا په دې سیمو کې هم دینی مدرسې له جګړهمارو طالبانو ډکې دی او د سبق په پلمه ځوانانو ته ترورېستی روزنه ورکوی.

سرخط

سرخط ورځپاڼې بیا لیکلی دی چې د کندز د پېښې په تړاو حکومت د تبلیغاتو په برخه کې ماتې وخوړله او دا ځکه چې د کندز په حمله کې د طالبانو ګڼ شمېر مشران ووژل شول، چې دې ډلې خپل وژل شوی مشران د عامه خلکو او د قران پاک د حافظانو په ډله کې چې په دې حمله کې وژل شوی، تېر کړل.

ورځپاڼې لیکلی دی که څه هم له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ګېله نه‌شته، خو حکومت باید په هغو سیمو کې چې عام خلک پهکې ژوند کوی نیولی عملیات ترسره کړی.

ورځپاڼې لیکلی دی چې د دشت ارچی په حمله کې بې له شکه بې‌احتیاطی شوې ده چې له کبله‌یې عام خلک پهکې وژل شوی او ټپیان دی، خو دومره هم نهدی چې طالبانو پر ولس تېر کړل.

د ورځپاڼې په وینا دا په تبلیغاتی جګړه کې د طالبانو مهارت دی، خو د حکومت کمزوری ده دا ځکه چې له حملې ۲۴ ساعته وروسته چې طالبانو د خلکو احساسات پارولی وو او نظام ته‌یې په قهر کړی وو، له اصلی کیسې پرده پورته کړه.

ورځپاڼې د خپل بحث په پای کې حکومت ته سپارښتنه کړې که د تبلیغاتو په برخه کې ځان غښتلی نهکړی، نو د جګړې د بایللو سبب به شی.